نن د ۲۰۲۱م کال د جون پر درېيمه (د ۱۴۰۰هجري شمسي کال د غبرګولي پر ۱۳مه) د اوسني افغانستان د بنسټګر احمد شاه ابدالي ۲۴۹م تلين دی. هغه په ۱۷۲۲م کال کې د هرات د حکمران زمان خان ابدالي او مېرمن زرغونې په کور [هرات] کې زېږېدلی و.
د تاريخ په کتابونو کې ليکل شوي چې د ۱۷۴۷م کال په جولای مياشت کې د بېلا بېلو افغان قبيلو مشرانو د کندهار په شير سرخ بابا زيارت کې اته ورځې ملي جرګه وکړه خو ونه توانېدل چې په متفقه توګه د افغانانو لپاره له خپل منځه يو پاچا وټاکي. وروسته د جرګې پر نهمه ورځ صوفي دروېش، صابر شاه، پر احمد خان لاس کښېښود او ويې ويل چې خدای پاک احمد خان په تاسو ټولو کې ستر او شريف پیدا کړی دی او په ده کې د رهبرۍ جوهر شته.
احمد شاه بابا په ۲۵ کلنۍ کې د افغانانو مشري پر غاړه واخيسته.
احله دې وينا سره سم هغه له نيږدې کروندې څخه د غنمو وږي را واخيستل او د احمد خان په لنګوټه کې يې د تاج په توګه وټومبل او وې ويل چې دا ستا تاج شو. د جرګې نورو غړو د احمد خان ابدالي کورني شاليد، د هغه وړتيا او پوهې او همدا ډول د دروېش صابر شاه نظر په پام کي نيولو سره، هغه ته د افغانانو د مشرتابه مسوليت وسپاره. دا ډول احمد خان ابدالي په ۲۵ کلنۍ کې د احمد شاه دراني په نوم د افغانانو رهبري پر غاړه واخيسته.
افغان ملت او دولت جوړوونکی
په کاناډا کې مېشت افغان ليکوال او څېړونکی محمد معصوم هوتک وايي چې د احمد شاه بابا يوه تر ټولو لويه کارنامه ملت جوړونه ده.
"د پاچاهي تر لاسه کولو سره سم د احمد شاه بابا لويه هڅه د ملت او دولت جوړونې وه. پخوا هم په دغه سيمه کې پښتنو خورې ورې هڅې کړې وې. روښاني حرکت و، د خوشحال خان حرکت و، د ميروېس خان حرکت و، لاکن هغوی نتيجې ته نه وه رسېدلي يا نيمه خوا شوي وه. احمد شاه بابا خپل لومړی هدف دا وټاکه چې پر دغه سيمه باندې د دغو ولسونو لپاره په منظم ډول له برنامو او تشکيلاتو سره سم يو دولت رامنځ ته کړي او په هغه کې بريالی شو."
احمد شاه بابا افغانان پر يو مرکز راغونډ کړل او د هغوی تر منځ يې ولسي او ملي تګلاره خپله کړه. هغه د بېلا بېلو قبيلو خانان او مشران متحد کړل. دا ډول يې افغانان يو خوا د پرديو له ستمه وژغورل او بلخوا يې د خپل واک څښتنان کړل.
د پاچاهۍ تر لاسه کولو سره سم د احمد شاه بابا لويه هڅه ملت او دولت جوړونه وه.محمد معصوم هوتک
معصوم هوتک زياتوي چې احمد شاه بابا په داسې وخت کې د افغانانو خورې ورې قبيلې را يوځای کړې چې د نړۍ په نورو پرمختلليو هېوادونو کې لا هم دا ډول هڅې په لومړني حالت کې وې.
"هغه وخت د اوسېدونکو اقوامو له قبيلويت څخه د را ايستلو هڅې وې چې دوی د يو ملت په حيث باندې سره راجمع شي. نو احمد شاه بابا د دې لپاره اساس کښېښودی. په دغه وخت کې په افغانستان کې خو پرېږده، حتا په امريکا کې د يو منظم دولت د جوړېدو هڅې هم په شروع حالت کې وې، خو احمد شاه بابا دا مرکزي دولت جوړ کړ."
د احمد شاه بابا په پاچا کېدو سره د افغانانو قوت او قدرت په ډېرې چټکۍ سره پراخ شو. په ډېر لږ وخت کې د هغه د فتوحاتو نغارې تر ليرې ولاړې او هغه د يوه لوی فاتح په حيث راڅرګند او وپېژندل شو. د هغه د واک دايره يا غلبه د ايران له لوېديځه نيولې بيا د هندوستان تر سرهنده او له امو سينده نيولې بيا تر بحرِهنده غځېدلې وه.
د پاني پت درېيم جنګ
د بهاوالدين زکريا پوهنتون ملتان پخوانی مشر او تاريخپوه پروفېسر ډاکټر عاشق محمد خان درانی وايي، د افغانستان د بنسټګر او ملت جوړوونکي را وروسته د احمد شاه بابا دويمه لويه کارنامه په پاني پت کې مرهټه ځواک ته ماتې ورکول وه.
د احمد شاه بابا دويمه لويه کارنامه په پاني پت کې مرهټه ځواک ته ماتې ورکول وه.عاشق محمد خان درانی
"د مرهټيانو واک له پونې څخه نيولې تر ډېلي او نورو ډېرو سيمو پورې غځېدلی و. دوی پر ټول هندوستان مرهټه راج قايمول غوښتل. هغه وخت د ډېلي عالم حضرت شاه ولي الله احمد شاه ابدالي ته ليک ولېږه، چې ته راشه، ځکه د مرهټيانو له زور او ظلم څخه مسلمانان تنګ راغلي او د نجات يوازينۍ هيله يې تاسو ياست. دا ډول احمد شاه ابدالي ټول پښتانه راغونډ کړل، خپل لښکر يې تيار کړ او مرهټيانو ته يې داسې ماتې ورکړه چې هغوی بيا سر را پورته نه کړ. احمد شاه ابدالي د ډېلي تخت ونيوه، خو د هغه په زړه کې له خپل وطن افغانستان سره دومره مينه وه چې بېرته له هندوستانه ولاړ."
پاني پت د هند د هريانه ايالت تاريخي ولسوالي ده چې د ډېلي په شمال کې په ۹۵ کيلوميټرۍ کې پرته ده. په پاني پت کې وړاندې هم دوه لوی جنګونه شوي ول خو درېيم جنګ د ۱۷۶۱م کال د جنوري پر ۱۴مه د افغان پاچا احمد شاه ابدالي او د سدا شيوراو باو په مشرۍ د مرهټيانو لښکرو تر منځ وشو. د مرهټيانو د پراخ قوت او ځغلنده واک غځولو تګلارې د مخنيوي لپاره نه يوازې مسلمانانو بلکې نورو اقليتونو هم د افغانستان پاچا احمد شاه بابا ته فرياد وکړ چې د دوی په وينا له دې ((بلا)) يې وژغوري.
په دې جنګ کې له افغانستانه له احمد شاه بابا سره په لښکر کې شاوخوا ۴۰،۰۰۰ افغانان ول چې شاوخوا همدومره په هند کې هم ورسره ملګري شول. بلخوا د مرهټيانو شمېر تر پينځه لکه زيات ياديږي. په دې جنګ کې لسګونه زره کسان ووژل شول چې بېلا بېل ليکوالان او تاريخونه يې شمېر متفاوت يادوي.
پروفېسر عاشق محمد خان درانی زياتوي چې پښتنو سردارانو احمد شاه بابا ته وويل چې که مغل له منځنۍ اسيا راغلي او له سلګونه کلونو راهيسې پر هندوستان حکومت کوي نو تاسو هم دلته پاتې شئ خو د پروفېسر دراني په وينا احمد شاه بابا ځواب ورکړ چې هغه له خپل وطن سره ډېره مينه لري او د هندوستان وګړو ته يې اوس يو فرصت برابر کړی چې د حکومت چارې پخپله پرمخ يوسي.
احمد شاه بابا د يو نجات دهنده په حيث ورغلی او هندوستان يې بېرته د هندوستان خلکو ته وسپاره.خالق رشيد
د نوي ډېلي په جواهر لال نهرو پوهنتون کې ښوونکی پروفېسر ډاکټر خالق رشيد وايي چې د مرهټيانو د چور چپاول او تېريو وروسته او د احمد شاه بابا د راتګ له اوازو سره سم پر مسلمانانو سربېره سيکان، راجپوتان او جټان هم د هغه له لښکرو سره ملګري شول، خو نوموړی زياتوي چې احمد شاه بابا هندوستان ته د يوه تېري کوونکي، سړي وژونکې يا قاتل په حيث نه دی تللی او نه يې هم د هندوستان ابرو، عزت، شتمنۍ او تاريخ لوټ کړی او خراب کړی بلکې د يوه نجات دهنده په حيث ورغلی او هندوستان يې بېرته د هندوستان خلکو ته وسپاره.
"احمد شاه ابدالي يوازې د سولې او تفاهم په خاطر هندوستان ته راغلی. د هندوستان خلکو د ده هرکلی وکړ او له ده سره د مرهټوو د څپاو او تالان، او د هغوی د بې عدالتيو په مقابل کې، چې په قومي، مذهبي او سمتي لحاظ دغو ځواکونو راپورته کړې وې، ودرېد."
ډاکټر رشيد زياتوي، دا خبره ناسمه ده چې د مرهټيانو ماتې هندوستان ته د انګرېزانو راتګ ته لاره هواره کړه بلکې د ده په خبره خپله د مرهټيانو له ماتې وروسته د هغوی سازشونو انګرېزانو ته د راتګ زمينه برابره کړه، خو نوموړی وايي، بيا هم احمد شاه بابا د انګرېزانو د ايستلو پلان درلود.
"لوی احمد شاه ابدالي په ۱۷۶۷م کال کې اراده درلوده چې انګرېزان له بنګال څخه وباسي. خو انګرېزانو د دوهم شاه عالم مغل د دوستۍ له اصل څخه ناوړه ګټه پورته کړه او نواب شجاع الدوله او يوشمېر نور ځواکونه د دې سبب شول چې د انګرېزانو په مقابل کې د احمد شاهي امپراتورۍ اراده کمزورې وښيي او ويې نشوای کولای چې دغه خلک له هندوستان څخه وباسي."
خو مرهټيان بيا دا هرڅه ردوي او په دې اړه بېل نظر لري. د دوی په کتابونو او وېبپاڼو کې احمد شاه ابدالي د يو يرغلګر په حيث پېژندل شوی چې په وينا يې د دوی پر خاوره يې تېری وکړ او دوی يې له واکه ليرې کړل.
د احمد شاه بابا عسکري مخينه
د فارس سلطنت پاچا نادر شاه افشار چې کله په ۱۷۳۰مو کلنو کې په هرات کې د ابداليانو او بيا په کندهار کې د هوتکو حکمراني ړنګه کړه، نو په دغو جنګونو کي يوشمېر پښتنو مشرانو ته يې مرګ ژوبله ور واړوله. خو بيا هم د دغو دواړو قبيلو له پاتې مشرانو سره يې جوړه وشوه او هغه يې پخپل لښکر کې وګومارل. دا ډول له نادر شاه سره زرګونه افغانان ملګري شول، چې ځينو يې په خپله پوځي او انتظامي وړتيا ښودلو سره د ده پام ځانته واړاوه.
نادر شاه افشار په ۱۷۴۱م کال کې ۱۹ کلن احمد خان ابدالي خپل همرکاب وټاکه او په يو شمېر جنګي سفرونو کې د هغه له ځيرکتيا او جنګي مهارتونو ډېر متاثر شو. هغه به ویل چې د احمد خان په شان بل ځيرک او نيک اخلاق سړی يې په ټول ايران او توران کې نه دی ليدلی. کله چې د ۱۷۴۷م کال په جون مياشت کې له مشهده ۱۲۰ کلوميټره ليرې په فتح اباد قوچان کې نادرشاه د خپلو يوشمېر درباريانو لخوا د شپې مهال ووژل شو، نو احمد خان ابدالي د خپلو افغان او ازبک عسکرو په مرسته د هغه د کورنۍ غړي د ياغي لښکريانو له شورش څخه وژغورل. له دې وروسته احمد خان او نور افغانان له خراسانه کندهار ته راستانه شول چې ځان ته خپله پاچاهي جوړه کړي.
له خپلې خاورې سره مينه
د افغانستان په ۵۰۰۰ کلن تاريخ کې تر احمد شاه بابا لوی او ستر افغان نه شو موندلای.عبدالباري جهاني
په امريکا کې مېشت ليکوال او شاعر عبدالباري جهاني وايي چې که هر څومره ۵،۰۰۰ کاله مخ او شاته ولاړ شو، تر احمدشاه بابا لوی او ستر افغان، چې د اوسني افغانستان وجود یې له نامه سره تړلی دی، نه سو موندلای.
"احمد شاه بابا سره له هغه چې د ايران ډېرې زياتې برخې يې لاندې کړې وې، سره له هغه چې د ډېلي سلطنت يې لاندې کړی و، سره له هغه چې د مرهټيانو قدرت ته يې ماتې ورکړې وه، مګر خپل پايتخت يې نه په لاهور، نه په ډېلي، نه هم په اصفهان يا د ايران په کوم بل ښار کې وټاکی، بلکې پخپله يې په کندهار کې د افغانستان اساس کښېښودی، او داسې اساس يې کښېښودی چې تر نن ورځې پورې هغه افغانستان، البته د احمد شاه بابا په حدودو نه، بلکې د يو واحد هېواد په حيث باندې تر اوسه پورې موجود دی. موږ د احمد شاه بابا د ټولو کارنامو، ټولو قهرمانيو، ټولو ادبياتو او د ټولې علمي پوهې تر څنګ د هغه اساسي افتخار همدغه ځای بولو."
عبدالباري جهاني زياتوي چې د افغانانو د تاریخ لمن له جنرالانو، قهرمانانو او سیاستوالو څخه ډکه ده خو تر احمد شاه بابا وړاندې د افغانانو په خپل ټاټوبي کې د افغانانو د امپراطورۍ د ایجادولو فکر او عملي ابتکار چا نه دی کړی.
"په دې کې شک نشته چې پښتنو له احمد شاه بابا څخه مخکې ډېر لوی او قوي شاهان درلودلي دي. د ډېرو لويو اصلاحاتو، د ډېرو لويو اقتصادي او فرهنګي پروګرامونو افتخارات لري، مثلاً په هندوستان کې سلطان بهلول لودي، سلطان ابراهيم لودي، سلطان سکندر لودي، شېر شاه سوري، اسلام شاه سوري او دغه ډول نور پښتانه مقتدرين او واکمنان تېر شوي دي، مګر خبره په دې کې ده چې د هغو ټولو سلطانانو افتخارات په هندوستان پورې اړه لري او هغوی د پښتنو د سيمې يا اوسني افغانستان لپاره کوم ګټور کار نه دی کړی. "
د تورې او قلم سړی
جهاني زياتوي چې احمد شاه بابا هم د توري سړی و او هم د قلم. نوموړی زياتوي هغه که يو خوا جنرالۍ ته توجه کړې وه نو بلخوا يې علم و ادب، قومي اختلافاتو، کانالايزېشن او ښار جوړولو ته هم توجه کړې وه او په هره برخه کې يې اقدام هم کړی و.
احمد شاه بابا د يو غوره منتظم په حيث داخلي تشکيلات سم کړه او عسکري، اداري، علمي او مدني اصلاحات او جوړښتونه يې رامنځ ته کړه. بلخوا د ده په عصر کې يو شمېر ويالې او کارېزونه هم وکښل شول. د کندهار اوسنی ښار او د خپل سلطنت پايتخت يې پر نوې نقشه جوړ کړ چې د نادر شاه لخوا وران شوی و. پر دې سربېره يې د خپلې پاچاهۍ يو شمېر نور ښارونه هم جوړ کړل.
احمد شاه بابا له خپلې خاورې او وطن سره ډېره زياته مينه لرل. بلخوا هغه غوښتل چې د نورو لويو سيمو له تخت نيولو وروسته هلته پاتې نه شي بلکې د خپل ملي قوت مرکز افغانستان ته راستون کړي. احمد شاه بابا نه غوښتل چې د پښتنو د نورو پاچاهانو کورنيو لکه غلجي، لودي، سوري او نورو په شان په هند کې ورک شي. هغه پوهېدی چې د ده د پاچاهۍ د واک چينه افغان خاوره او افغان ولس دی. له همدې امله نوموړی نن هم په خپلو خلکو کې له معنوي پلوه ژوندی پاتې دی او افغان ولس د "بابا" لقب ورکړی دی.
احمد شاه بابا په ۵۰ کلنۍ کې د ۱۷۷۲م کال د جون پر درېيمه د کندهار د سلېمان/توبې غرونو په لمن کې د سرطان ناروغۍ له امله ساه ورکړه او له وصيت سره سم د کندهار ښار په مرکز کې خاورو ته وسپارل شو چې پر مزار يې يوه لويه ګنبده جوړه شوې ده.
د احمد شاه بابا د دربار مورخ محمودالحسېني او افغان مورخ عزيزالدين وکيلي پوپلزي په خپلو کتابونو کې د هغه د مړينې نېټه د ۱۱۸۶ هجري قمري کال د ربيع الاول دويمه ياده کړې چې د ۱۷۷۲م کال د جون له درېيمې (د ۱۱۵۱ هجري شمسي کال د غبرګولي له ۱۴مې) سره سمون خوري. ليکوال او محقق علامه عبدالشکور رشاد په خپل کتاب "د پاني پت قهرمان"، نامتو انګرېز مورخ ماونټسټوارټ ايلفينسټن په خپل کتاب "د کابل سلطنت بيان"، انګرېز مورخ کرنل جارج بروس مېليسن په خپل کتاب "د افغانستان تاريخ"، او يو بل انګرېز ژبپوه مېجر هېنري جارج راورټي په خپل کتاب "د افغانانو شاعري" کې هم د احمد شاه بابا د مړينې نېټه د ۱۷۷۲م کال د جون درېيمه ذکر کړې ده. خو هندوستاني ليکوال پوهاند ګنډاسينګ ښايي د احمد شاه بابا د مړينې د نېټې په اړه کره معلوماتو ته لاسرسی نه وي پیدا کړی نو له دې امله يې د هغه د مړينې نېټه ۱۶/۱۷ اکتوبر ۱۷۷۲م ليکلې ده.