د پاکستان يوې څېړنيزې ادارې ويلي دي چې په هغه هېواد کې د روانې نومبر میاشتې په لومړیو درو اونیو کې لږ تر لږه ۵۵ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
په اسلام اباد کې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د نومبر پر ۲۱مه په راپور کې ويلي دي چې د نومبر په لومړيو ۲۰ ورځو کې په وسلوالو بريدونو او نښتو کې ۵۵ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
هغې ادارې ویلي دي چې د تېرې اکتوبر میاشتې په همدې موده کې په حملو کې ۳۰ سرتېري وژل شوي ول.
راپور زياتوي چې په تېرو ۲۰ ورځو کې له امنیتی ځواکونو سره په نښتو کې ۶۰ مشکوک وسلوال هم وژل شوي دي.
د پاکستان د انګريزي ژبې ډان ورځپاڼې د هغې څېړنيزې ادارې د راپور په حواله ليکلي دي چې په تېره اکتوبر مياشت کې په هغه هېواد کې ټولټال ۶۲ امنيتي سرتېري وژل شوي ول او د تلفاتو شمېر د سږ کال تر هرې مياشتې لوړ وو.
اداره زياتوي چې د روانې مياشتې پر ۱۹مه د خيبر پښتونخوا په بنو کې په يو ځانمرګي بريد کې ۱۲ پوځيان ووژل شول، او تر هغه وړاندې د نومبر پر نهمه په کوټه کې د اورګاډو په تمځي کې په ځانمرګي بريد کې د ۱۴ پوځيانو په ګډون ۲۷ کسان وژل شوي ول.
په تېرو دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني خورا زیاه شوې ده چې پکې د امنیتي سرتېرو او حکومتي کارکوونکو په ګډون ګڼو ولسي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې ده. په هغو سیمو کې د زیاتېدونکې ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، پرلتونه، لاریونونه او جرګې شوې دي.
د نومبر ۱۵مې او ۱۶مې په مینځنۍ شپه د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه قلات کي وسلوالو د ملېشه ځواک پر پوسته په کړي برید کې لږترلږه اووه عسکر ووژل او ۱۳ نور یې ټپي کړل.
تر هغه وړاندې د نومبر پر ۱۴مه د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې زیارت ضلعې په مانګي سيمه کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې دوه پوځيان وژل شوي وو.
خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وويل چې د ۲۰۲۴ز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲،۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ افسران او سرتېري وژل شوي دي.
هغه وویل چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي او زیاته یې کړه چې د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي.