د افغان حکومت د سولې مرکچي ټيم مشر معصوم ستانکزي ویلي چې د سولې پروسه د نړیوالې ټولنې لا زیات ملاتړ ته اړتیا لري.
ستانکزي او د مرکچي پلاوي ځینو غړیو د ګل په ورځ د افغان سولې لپاره د قطر له ځانګړي استازي مطلق القحطاني او د یوناما له مشرې دیبورا لاینز سره کتلي.
دغه پلاوي په یوه اعلامیه کې ویلي، معصوم ستانکزي له مطلق القحطاني سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې افغان حکومت د سولې د خبرو د جدي پرمختګ غوښتونکی دی او نه غواړي په حاشیوي مسایلو باندې وخت ضایع شي.
دوی همداراز د سولې د مذاکراتو دریم پړاو په پرمختګ باندې ټینګار کړی.
اخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې/ د یوناما له مشرې دیبورا لاینز سره په لیدنه کې د افغان حکومت د سولې مذاکراتي تيم د روانو خبرو د چټکتیا او د نړیوالې ټولنې په ملاتړ باندې خبرې کړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د اعلامیې له مخې مېرمن لاینز ډاډ څرګند کړی چې د ملګرو ملتونو سازمان به د افغانستان دخلکو تر څنګ وي.
د افغان حکومت او طالبانو مرکچیانو د سولې یوه تړون ته د رسېدو لپاره تېر سپټمبر خبرې پيل کړې.
د خبرو تازه پړاو لا نه دی پیل شوی خو دواړو لوریو ورته چمتووالی ښودلی.