د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې د بورډ امتحانونه د جولای پر ۱۰مه پیلېږي


حکومت وايي، سکولونه په دې شرط پرانېزي چې په طبي سپارښتنو عمل وشي.
حکومت وايي، سکولونه په دې شرط پرانېزي چې په طبي سپارښتنو عمل وشي.

د سوات تعلیمي بورډ اعلان کړی چې د سوات ضلعې د نهم، لسم او ۱۱م ۱۲م جماعتونو د بورډ امتحانونه به د جولای پر ۱۰مه پیلېږي او دغه به په مخصوصو مضمونونو کې وي.

د سوات د تعلیمي بورډ مشر سید نبي شاه د جون پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل زده کوونکي به په دغو امتحانونو کې درې پرچې ورکوي او د هغې په بنیاد به د دوی حتمي نتیجې اعلانېږي.

د سوات تعلیمي بورډ چارواکي دا هم وایي، دغه امتحانونه به په زړه طریقه وي.

د تعلیمي بورډ د شمېرو ترمخه سږ کال په سوات ضلعه کې د نهم لسم ۹۲ زره زده کوونکي او د ۱۱م ۱۲م جماعتونو تر ۴۵ زرو زیات زده کوونکي به دغه امتحانونه ورکوي.

په خېبر پښتونخوا کې له پینځم څخه تر ۱۴م ټولګي ټولې سرکاري او شخصي تعلیمي ادارې د جون له ۱۷مې څخه بیا پرانېستل شوې وې، د تعلیم محکمې د تعلیم ټولو ضلعې افسرانو ته امر کړی چې د ګرمي له زیاتېدو سره سم دې اقدامات وکړي او له نهمه تر ۱۲م جماعت پورې زده کوونکو ته یوازې هغه مضمونونه ورښيي چې پکې به ترې ازموینه اخیستل کېږي.

XS
SM
MD
LG