د سيند د جامشورو ضلعې په لاکړا سیمه کې د سکرو يو کان نړېدلی چې درې کانکيندونکي يې لاندې کړي دي.
د جامشورو ډپټي کمیشنر فريد الدين مصطفا د اګست پر څلورمه ماښام مشال راډيو ته وويل چې پېښه تېر سهار ۱۰ بجې رامنځ ته شوې ده.
د نوموړي په وينا د درو واړو کانکيندونکو تعلق د خيبر پښتونخوا له شانګلې سره دی او د دوی د را ايستلو لپاره عمليات دوام لري.
د کانکيندونکو د حقونو يو مبارز عابد يار وايي چې د پاکستان په درنګونو کې تر ټولو زياتې پېښې په بلوچستان او ورپسې په دره ادم خېل کې رامنځ ته کېږي.
د نوموړي په خبره سږکال په بلوچستان او د پاکستان د کويلې په نورو کانونو کې رامنځته شویو پېښو کې تر ۶۰ زیات کان کیندونکي وژل شوي دي.
نوموړی زياتوي د دې لويه وجه د سکرو په زیاتره کانونو کې د حفاظتي انتظاماتو نيشتوالی دی.