د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي او طالبان: پر کابل ښار به برید نه کېږي


د کابل ښار د درالامان ماڼۍ یوه برخه - انځور له ارشیفه
د کابل ښار د درالامان ماڼۍ یوه برخه - انځور له ارشیفه

د افغان حکومت لوړپوړي چارواکي او طالبان وايي، پر کابل به بریدونه نه کېږي او په سوله ییز ډول د واک لېږد لپاره خبرې روانې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر کابل ښاریانو ته ډاډ ورکړی چې وضعیت په بشپړ ډول د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

عبدالستار میرزکوال د اګست پر ۱۵مه رسنیو ته په استولي پیغام کې وویل چې د کابل ښار امنیت نیول شوی. "پر کابل ښار به حمله و نه شي، هوکړه شوې چې واک به په سوله ییز ډول یوې عبوري ادارې ته ولېږدول شي."

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر بسم الله محمدي د دفاع وزارت له یو شمېر چارواکو او لوی درستیز سره رسنیو ته په استولي ګډ ویډیویي پیغام کې ویلي چې افغان ځواکونه د کابل ښاریانو دفاع ته چمتو دي.

نوموړي وویل چې له دوی سره نړیوال ځواکونه هم د امنیت ټینګښت ته چمتو دي. "زه د افغانستان د دولت او دفاعي او امنیتي ځواکونو په استازیتوب ډاډ درکوم چې سولې ته تر رسېدو پورې کابل ښار امنیت خوندی دی او تاسې ډاډه اوسئ."

د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو مشر سید سمیع سادات په دغه ویډیو کې ډاډ ورکوي چې په ښار کې د ګډوډۍ له پیدا کوونکو سره به جدې چلند وشي.

د حامد کرزي پیغام

په عین وخت کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې له خپلې کورنۍ سره په کابل کې دی.

نوموړي د اګست پر ۱۵مه پر فېسبوک په یوه بیان کې هیله ښوولې چې د افغانستان مسله به په سوله ییزه توګه هواره شي.

کرزي په بیان کې له افغان ځواکونو او طالبانو غوښتي چې "هر ځای چې وي د ولس ځان و مال ته دې پام وکړي."

نوموړي زیاته کړې چې افغان چارواکي له طالب مشرانو سره د "مسالمت، ورورولۍ او وطن دوستۍ" له لارې د افغانستان ستونزه هواره شي.

وروسته له هغه چې طالبانو د کابل او پنجشېر پرته د افغانستان ډېری ولایتونه ونیول د کابل د امنیت په اړه جدې اندېښنې پیدا شوي.

تر دې وړاندې د اګست پر ۱۵مه د کابل ښار په یو شمېر برخو کې د ډزو راپورونه ورکړل شوي.

طالبانو په یو بیان کې ویلي چې کابل ګڼمېشتی ښار دی او هغوی په زور او جنګ د ورننوتو پلان نه لري.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل: "موږ پر کابل د عملیاتو پلان نه لرو، په هغه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، روښانه شوې چې د کابل مسله به د خبرو له لارې هواره شي."

د طالبانو د اعلامیې پر بنسټ، د واک د لېږد تر پایه پورې، حکومت په دغه ښار کې د امنیت د ټینګښت مسوول دی.

په اعلامیه کې دغه شان ویل شوي چې د دولت ټول ملکي او او پوځي کار کوونکي عفوه شوې، خپلو دندو ته دې دوام ورکړي او له هېواده د وتلو هڅه دې نه کوي.

د نړیوالو اقدامات

په داسې حال کې چې امریکايي سرتېري په افغانستان کې پوځي ماموریت پای ته رسوي، د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د پاتې امریکايي پوځیانو او ډېپلوماټانو د ایستلو لپاره هغه هېواد ته د ۵،۰۰۰ پوځیانو د استولو اعلان کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن ویلي دي چې حکومت یې په کابل کې له سفارته کارکوونکي د پلازمېنې هوايي ډګر ته انتقالوي.

نوموړي د اګست پر ۱۵مه اې بي سي ټېلېوېژن ته وویل چې همدا لامل دی چې په افغانستان کې یې ځواکونه موجود ول چې په "محفوظ او منظم ډول" د سفارت کارکوونکي انتقال کړي.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې این لېند د اګست پر ۱۵مه وویل چې د هغه هېواد د سفارت کارکوونکي په سمدستي توګه روان شوي او ټاکل شوې چې وداني د اګست تر ۱۶مې خالي شي.

په ورته وخت کې، جرمني هم د خپلو کار کوونکو د لېږد لپاره کابل ته خپلې پوځي ټرانسپورټي الوتکې لېږدولي دي.

د جرمني خبري اژانس رپورټ ورکړی چې په ماموریت کې د جرمني سفارت سیمه ییز کار کوونکي هم شامل دي.

د اېټالیا ورځپاڼو هم راپور ورکړی چې د هغه هېواد د سفارت کارکوونکو د لېږد لپاره د کابل هوايي ډګر ته انتقال شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، د سفارت ۵۰ اېټالیاوي او ۳۰ افغان کارکوونکي له خپلو کورنیو سره د الوتنې لپاره د کابل په هوايي ډګر کې دي. دا خبره د اېټالیا د بهرنیو چارو وزارت هم تاييد کړې ده.

د چېک حکومت چارواکو هم یو داسې پروګرام تصویب کړی چې ورسره به په کابل کې خپل افغان کار کوونکي وباسي.

د چېک حمهوریت همدا اوس خپل ډېپلوماتان له سفارته د کابل هوايي ډګر ته انتقال کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG