د افغانستان لپاره د قطر ځانګړی استازی وايي، سر له ننه (سېپټېمبر ۱۰مې) به د کابل نړیوال هوايي ډګر په تدریجي ډول پرانیستل شي.
مطلق بن ماجد القحطاني پرون (سېپټېمبر نهمه) وویل، د کابل نړیوال هوايي ډګر ۹۰ سلنه فعاله شوی، خو په پام کې ده چې په تدریجي ډول پرانیستل شي.
القحطاني له هغه وروسته خبرې کړې چې له افغانستانه د نړیوالو پوځیانو تر وتلو وروسته، پرون د طالبانو په همکارۍ د کابل له هوايي ډګره په یوه چارټرډ شوې اولوتکه کې تر ۱۰۰ زیات کسان بهر ولاړل. دا له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د خلکو د ایستلو د بهیر تر پای څه د پاسه یوه اوونۍ وروسته لومړی پرواز وو.
د قطر هوايي شرکت الوتکه پرون په دوحه کې ښکته شوه چې دا د غرب او د افغانستان د نویو واکمنانو ترمنځ د پېچلې همکارۍ یوه بېلګه بلل کېږي.
تېره میاشت هغو پخوانیو یاغیانو د امریکا په مشرۍ له افغانستانه د خلکو د ایستلو د ګډوډ بهیر په همغږي کولو کې مرسته کړې وه خو په پای کې یې له خطر سره مخامخ زرګونه افغانان او ځینې بهرني وګړي لا هم په هغه هېواد کې پاتې دي.
سپینې ماڼۍ پرونی چارټرډ پرواز د طالبانو له لوري "لومړی مثبت ګام" بللی دی. طالبانو ژمنه کړې چې هغو بهرنیانو او افغانانو ته به له هېواده د وتلو اجازه ورکوي چې سفري اسناد لري او غواړي بهر ولاړ شي.
سپینې ماڼۍ بېګا په یوه بیان کې وویل، "طالبانو له هېواده د امریکايي وګړو او د دایمي استوګنې اسنادو لرونکو په وتلو کې د اسانتیاوو پیدا کولو په برخه کې همکاري کړې." بیان وايي، طالبانو "نرمي" او ورسره "په معاملاتو کې مسلکي چلند ښودلی چې دا لومړی مثبت اقدام دی."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي، په پروني پرواز کې ۱۰ امریکايي وګړي او ۱۱ هغه کسان شامل ول چې په امریکا کې د دایمي استوګنې قانوني اسناد لري. په نورو مساپرو کې د کاناډا، هنګري، اوکراین، جرمني او برتانیې وګړي شامل ول.
د کابل حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر له افغانستان څخه د بهرنیو اتباعو او دغه راز د هغو افغانانو د ایستلو لپاره مهم دی چې په خپل هېواد کې ژوند له خطر سره مخامخ ګڼي.