د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن پر پوله اوښتونکي مزدوران څه ستونزې لري؟


د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني مشال راډیو ته وویل چې دا مسله په صوبايي نه بلکې مرکزي حکومت پورې تړلې ده.
د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني مشال راډیو ته وویل چې دا مسله په صوبايي نه بلکې مرکزي حکومت پورې تړلې ده.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر پولو د تګ راتګ پر مهال لګول شوي محدودیتونه له هغه وروسته لا زیات شوي چې طالبانو افغانستان ونیوی.

د پاکستان حکومت د چمن پر پوله نه یوازې د تګ راتګ اجازه د دې سیمې تر خلکو محدوده کړې بلکې د هغوی د اوښتو او را اوښتو لپاره یې وخت هم محدود کړی دی.

د پاکستاني حکومت دې ګام هغه په زرګونه خلک متاثره کړي چې هره ورځ له چمن څخه د افغانستان سپین بولدک ته ځي او ماښام ستنېږي.

دوی وايي، سرحدي دروازه سهار اته بجې خلاصه شي او مازیګر څلور بجې بیرته وتړل شي.

د چمن یو اوسېدونکی ناصر خان وايي یو خوا د دروازې د خلاص ساتلو وخت کم دی او بل خوا د خلکو شمېر ډېر دی نو ځکه له مشکلاتو سره مخامخ دي.

نوموړي د سېپټمبر پر ۱۷مه مشال راډویو ته وویل چې د کورنۍ یوازينۍ وسیله یې هم دا د ده مزدوري ده.

ده وویل، "سهار پر اته بجې دروازه خلاصېږي، موږ په قطارونو کې ودرېږو ، کله لس بجې او کله لس نیمې بجې واوړو، دوې ساعته کار وکړو او پر یوه بجه بیرته را روان سو ځکه چې پر څلور بجې دروازه بیرته بندیږي."

د لالي خان په نامه یو بل مزدورکاره کس مشال راډیو ته وویل، دی د چمن اوسېدونکی دی او هره ورځ په تکلیف اوښتو یې ژوند ډېر ستونزمن کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، "موږ سهار وخت پر اته بجې دروازې ته ورځو، شاوخوا ۱۲ بجې کار ته رسېږو او بیا دوه ساعته وروسته بیرته را روان یو، کله را واوړو کله هلته پاته شو. دې زموږ ژوند دومره په تکلیف کړی دی چې اوس نه پوهېږو په مزدوریو پسې چېرې لاړ شو."

وکیل احمد هیواد د افغانستان غاړې ته دوکان لري. نوموړي مشال راډیو ته وویل چې هره ورځ له چمن څخه د ور اوښتونکو خلکو زیاتره هغه غریب خلک دي او له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

ده وویل چې د پاکستانیو چارواکو له خوا پر پوله د سخت کړل شویو شرایطو له کبله د دې خلکو زیاتره وخت په انتظار او تګ راتګ کې تېره شي.

هغه وویل، "مازیګر شاوخوا درې بجې پر دې پوله دومره ګڼه ګوڼه شي چې خلک تر پښو لاندې شوي او مړه شوي هم دي. دا خلک په ډېر مشکل کې دي."

د بلوچستان په اسمبلۍ کې د اپوزېشن ګوندونو استازو وخت ناوخته پر دې مسله غږ هم پورته کړی دی.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني مشال راډیو ته وویل چې دا مسله په صوبايي نه بلکې مرکزي حکومت پورې تړلې ده.

ده وویل چې دوی د دې ستونزې له موجودګۍ انکار نه کوي او مرکزي حکومت یې په دې خبر کړی دی.

شاهواني وویل، "وفاقي حکومت په دې خبر دی، داسې نه ده چې هغوی په دې خوشالېږي چې خلک په مشکل کې وي بلکې دا محدودیتونه یې د اوسنیو حالاتو له کبله لګولي دي او چې حالات سم شي نو دا به هم هر څه خپل عادي حالت ته را وګرځي."

د پاکستان حکومت یو پلو له افغانستان سره د چمن پوله د ورځې یوازې شپږ ساعته خلاصوي او بل پلو یوازې هغو خلکو ته د تګ راتګ اجازه شته چې د چمن یا بولدک شناختي کارډونه ولري.

په چمن کې د تجارانو په وینا، شاوخوا ۲۰ زره کسان داسې دي چې د کار لپاره له چمن څخه د افغانستان سپین بولدک ولسوالۍ ته ځي او بیا ستنېږي.

XS
SM
MD
LG