د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرګونه کسان د بلوچستان په جعلي اسنادو په وفاقي ادارو کې نوکرۍ کوي: ساجد ترین


د پاکستان پارلېمنټ
د پاکستان پارلېمنټ

د بلوچستان په ۱۲ ضلعو کې تر ۲۰۰۰ زیات داسې کسان موندل شوي‌ چې د دې صوبې پر برخه یې په وفاقي محکمو کې د نوکریو ترلاسه کولو لپاره جعلي لوکل سرټیفیکېټونه او ډومیسایلونه جوړ کړي دي.

دا خبره د بلوچستان په های کورټ کې په دې اړه د روانې مقدمې دایروونکي اېډوکېټ ساجد ترین د سېپټېمبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته وکړه.

د نوموړي په وینا، د ۱۲ ضلعو مرستیال کمشنرانو تر اوسه د عدالت لپاره رپورټونه جمع کړي دي چې پکې تر ۲۰۰۰ زیات داسې لوکل او ډومیسایل سرټیفیکېټونه په ډاګه شوي دي چې نه یې شناخت شوی او نه یې د تصدیق لپاره څوک حاضر شوي دي.

د بلوچستان حکومت د هرې ضلعې د مرستیال کمشنر په مشرۍ کې د ځايي‌ خلکو یوه کمېټۍ جوړه کړې ده او هغوی د دې ضلعې پر اسنادو د وفاقي ملازمینو لوکل او ډومیسایل ګوري.

د اېډوکېټ ساجد ترین په وینا، پورته یاد شوي تر ۲۰۰۰ زیات کسان هغه دي چې دې کمېټیو ته له وړاندې کېدو یې ډډه کړې ده. نوموړی زیاتوي چې پلټنې لا هم روانې دي او امکان شته چې په زرګونه جعلي لوکل سرټیفیکېټونه او ډومیسایلونه په ډاګه شي.

ده وویل، ''د ایین له مخې د پاکستان په وفاقي محکمو کې د بلوچستان برخه شپږ فیصده ده چې د اټکل له مخې له ۲۲ تر ۲۶ زره ملازمین جوړېږي خو په دې کې یوازې له ۳۰۰۰ تر ۳۵۰۰ د بلوچستان حقیقي خلک دي‌، د پاتې زیاتره خلکو تعلق له پنجاب سره دی چې د بلوچستان د بېلا بېلو ضلعو جعلي اسناد یې جوړ کړي دي.''

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې وزیراعلا د صوبې د هرې ضلعې له مرستیال کمشنر څخه غوښتني چې د خپلې ضلعې د هغو ملازمینو لوکل سرټیفیکېټ او ډومیسایل وپلټي چې د بلوچستان په برخه کې وفاقي ملازمتونه لري.

لانګو زیاتوي، ''دا کار لا پای ته نه دی رسېدلی خو ډېر په سختۍ روان دی، ځکه چې دا د بلوچستان د ولس حق دی او موږ له دوی سره ژمنه کړې چې خامخا به یې تر پایه رسوو، د بلوچستان د وفاقي محکمو په نوکریو تر پينځوس فیصده زیاتې داسې خلکو نیولې دي چې جعلي اسناد یې جوړ کړي دي.''

ضیا لانګو وویل، چې هر چا او هر څومره کسانو دا جعلي اسناد جوړ کړي وو د هغوی پرضد به قانوني کارروايي‌ کېږي.

اېډوکېټ ساجد ترین دا هم وویل، هر چا چې په جعلي اسنادو نوکرۍ ترلاسه کړې وي نو هغوی به د ثابتېدو په صورت کې خامخا له دې نوکریو لیرې کېږي. د ده په خبره په دې اړه د روانې مقدمې بله اورېدنه به د اکتوبر پر ۷مه نېټه ترسره کېږي.

د بلوچستان های کورټ چیف جسټس جمال مندوخېل په خپله دوره کې د بلوچستان حکومت ته امر کړی وو چې په مستقبل کې د داسې مسلې مخنیوي لپاره دې هم په صوبه کې د لوکل سرټیفیکېټ او ډومیسایل جوړولو نظام کمپیوټري کړي او هم دې د دې اسنادو د جوړولو پر طریقه کار قانون سازي وکړي.

XS
SM
MD
LG