د کرکټ شل اوریز نړيوال جام په پايلوبه کې د اسټرېليا لوبډلې نيوزیلېنډ ته په ۸ ويکټو ماتې ورکړه او د دې سیاليو اتله شوه.
د نومبر په ۱۴مه، په دوبۍ کې شوې دې لوبه کې ټاس اسټرېليا وګاټه او نيوزیلېنډ ته یې د لومړي بېټينګ کولو وويل. نيوزیلېنډ د۴ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۷۲رنزونه جوړ کړل. د نيوزیلېنډ لوبډلمشر،کېن ویلیمسن تر ټولو ډېرې، ۸۵ منډې وکړي. د اسټرېليا لپاره تر ټولو ښه بالر جاش هېزلووډ وو چې په څلورو اورونو کې یې ۱۶ منډې ورکړي او درې ويکټې یې واخیستې.
۱۷۳ رنزونو ته د رسېدو لپاره، د اسټرېليا د لومړي سر لوبغاړو ارون فينچ او ډيويډ وارنر لوبه تیزه پيل کړه خو فينچ زر اوټ شو. پر دې سربیره هم د اسټرېليا لوبغاړو لوبه کراره نه کړه. د نيوزیلېنډ ټرينټ بولټ په ۱۳م اوور کې ډيويډ وارنز په ۵۳ رنزونو اوټ کړ خو ورپسې راغلي لوبغاړي مېکس ويل د میچل مارش سره تېزې لوبې ته دوام ورکړ. اسټرېليا د ۱۷۲ رنزونو هدف په ۱۹م اوور کې پوره کړ.
ميچل مارش په ۵۰ بالونو ۷۷ رنزونه وکړل او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو. البته د ټورنمنټ غوره لوبغاړي جايزه ډيويډ وارنر وګټله. هغه په دې سياليو کې ۲۸۹ رنزونه کړي دي.
د دې نړيوال شل اوریز کرکټ جام فاینل ګټونکي ته ۱۶ لکه ډالر او بايلونکي ته یې ۸ لکه ډالر انعام مقرر شوی وو.
دا نړيوال جام د ۲۰۲۰ کال لپاره په هند کې پلان شوی وو. خو د کورونا وایرس له وجې یې لومړی پړاو په عمان او دوهم په متحده عرب اماراتو کې وشو. په دې ټورنمنټکې د افغانستان او پاکستان په ګډون ټولې ۱۶ لوبډلې وي. پایلوبې ته د رسېدو په ځغل کې، نيوزیلېنډ په سيمي فاينل کې انګلېنډ او اسټرېليا په سيمي فاينل کې پاکستان ته ماتې ورکړې وه.
تر دې مخکې شپږ ځلې شل اوریز نړيوال کرکټ جامونه شوي چې دوه ځلې ویسټ انډيز او يو يو ځل هند، پاکستان، انګلېنډ او سرېلنکا ګټلي.