”ما نه غوښت چې واده وکړم او یا لږ تر لږه تر ۳۵ کلنۍ پورې مې نه کاوه.“
د تېرو څو کالونو په دوران کې چې کله هم په دې اړه [واده] له ما پوښتنه شوې نو هر ځل مې دا خبره په لاشعوري توګه په ذهن کې د ردعمل په توګه راغلې ده.
زه د واده خلاف نه وم خو دا چې په کوم ډول کېږي د هغې خلاف وم. زه په واده کې پلارواکه سوچ تر پوښتنې لاندې راولم چې پکې له ښځو د واده کامیابولو لپاره د قربانۍ غوښتنه کېږي. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې چې په څه ډول د رشتو پاللو قانونونه د دودونو او له ښځو څخه د کرکې تر نفوذ لاندې راغلي دي، پر دې زما تحفظات دي. زه د واده له کبله د خپل بشریت، خپلواکۍ او ښځتوب له لاسه ورکولو څخه ويرېدم او حل مې دا موند چې بېخي واده ونه کړم. زما که د واده پر پلارواکه بڼه اعتراض نه وايه نو فېمېنسټ (ښځو ته د مساوي حقونو غوښتونکي) به نه وم.
د مدني ټولنو نړيواله شبکه”ګرلز ناټ فار برايډ“ له مخې هرکال ۱۲ ملینه نجونه تر ۱۸ کلنۍ په کم عمر کې ودېږي. په دې کې د زیاتره نجونو لپاره واده خوشالي نه بلکې يو ډول غلامي ده. زه چې د پاکستان په شمالي سيمو کې رالويېدم نو نجونو ته ورښوول کېده چې واده د خپلواکه ژوند متبادل دی. ځکه چې که تاسو زده کړه نه شی کولای، نوکري پیدا کړئ او ځان ته پخپله يو ښه مقام وګټئ او د دې لپاره باید هرو مرو واده وکړئ. که تاسو په امتحان کې ناکامه شوئ یا مو نوکري پیدا نکړای شوه نو بیا بايد واده وکړئ.
زما همځولې تر دې له مخه چې د ځان لپاره یې د يوه مسلک انتخاب کړی وای، واده کړل شوې. زما يوې ملګرې په ۱۴ کلنۍ کې لا ماشوم درلود. ځينو نجونو ځکه تعليم پرېښود چې کورنيو يې دومره مالي وس نه درلود چې سکولونو ته يې ولېږي. ځينو بيا زده کړې پیل کړې خو تکړه نه وې چې د خپلو کورنيو هيلې پوره کړای شي نو میندو او پلرونو يې فيصله وکړه چې د دوی پر تعليم لګښت کول ګټور ګام نه دی. د دغو نجونو لپاره د واده معنی دا وه چې ژوند ته يې د ناکامۍ په سترګه کتل کېږي. دوی اوس هم ښوونځيو ته د تګ عمرونه لري خو پوهېږي چې د خوبونو پوره کولو چانس به ترلاسه نکړای شي.
هم دا وجه ده چې کله پروسږ کال سيرين کالي د برټش ووګ مجلې لپاره د مرکې پر مهال له ما څخه د واده په اړه پوښتنه وکړه نو ما هم هغه ځواب ورکړ چې څو ځله مې پخوا هم ورکړی وو. هغه ریښتونې بدې خاطرې مې په ذهن کې وې چې زما نورې خويندکۍ ورسره مخامخ وې نو ځکه مې د واده په اړه له سره سوچ نشو کولای. لکه چې پخوا مې ويل هغه مې تکرار کړل چې ښايي د واده دود زما لپاره نه وي.
خو فرض کړئ چې واده بله بڼه ولري نو بیا؟ د تعليم په ترلاسه کولو، پوهې او د ځواکمنېدو له لارې کولای شو چې له نورو ټولنيزو دودونو او رواجونو سره سم د واده تصور او ساختياتي تړون له سره تشريح کړو. خلک کلتور جوړوي او خلک يې بدلولای هم شي. ما له خپلو ملګرو، لارښوونکو او زما د ژوند ملګري عصر ملک سره بحثونه وکړل چې په نتيجه کې يې وتوانېدم چې زه رشته او يا واده هم کولای شم او ورسره ورسره برابرۍ، شفافیت او خپلو سالمو ارزښتونو ته ژمنه هم پاته کېدای شم.
په ۲۰۱۸ز کال کې عصر د خپلو ملګرو د ليدو لپاره اکسفورډ ته راغلی وو او زموږ ملاقات وشو. هغه په کرکټ بورډ کې دنده لري نو ځکه له ماسره د خبرو کولو لپاره ډېر څه وو. زما طنز او مزاح یې خوښه شوه او زموږ ښه ملګرتيا جوړه شوه. کله چې لفظونه ګونګ شول نو ما ورته د فال نيولو لینک په دې هیله ورولېږلی چې ګوندې د بخت ستوري مو اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.
زه دا مهال ښځو ته د ورپېښو ننګونو هرې پوښتنې ته ځواب نه لرم خو باوري يم چې په واده کې ملګرتیا، مينه او برابري موندلای شم نو ځکه د نومبر پر نهمه نېټه موږ په برمنګم ښار کې د خپلو کورنيو او نیږدې ملګرو په موجودګۍ کې نکاح وتړله.
دا يوه وړه دستوره وه چې د ټولو زیار پکې شامل وو. زما مور او د هغې ملګرې له لاهور جامې راغوښتې وې. د عصر مور او خور راته ګاڼه (کالي) راکړه. زما مرستيالې د عکاسانو او سینګارچیانو بندوبست وکړ. په اکسفورډ کې زما درې نیږدې ملګرو له کاره رخصتي وکړه او په دستوره کې يې ګډون وکړ. ما پخپله نکریزې ولګولې ځکه چې راته معلومه شوه چې په کور او دوستانو کې يوازينۍ زه یم چې په دې کار کې تکړه یم.
تر دستورې يوه ورځ له مخه عصر له ماسره په مارکېټ کې ورځ تېره کړه او ځان ته يې ګلابي ټايي، د جېب دسمال او زما لپاره پیزار واخيستل. زما کشرانو وروڼو هم درېشۍ اغوستې وې.
موږ خوشاله وو چې دا ناڅاپي خبر هغوی ته واوروو چې زموږ په باره کې فکرمند دي. موږ د خپل راتلونکې سفر په اړه ډېر خوشاله يو.