د افغانستان د خوراکي توکو ټولنه وايي، د ډالرو لیلام په بازار کې د خوراکي توکو د نرخونو په راټېټدو هېڅ اغیز نه دی کړی.
د دې ټولنې مشر فضل الرحمان نن چارشنبه مشال رېډیو ته وویل چې ټول سوداګر په دې تمه وو چې بازار ته د ډالرو وړاندې کول به د خوراکي توکو په نرخونو اغیز وکړي، خو په خبره یې داسې و نه شول.
د نوموړي په خبره تېره ورځ د افغانستان بانک یوازې دوه نیم میلیونه ډالره بازار ته وړاندې کړل.
د خوراکي توکو د ټولنې د معلوماتو پر بنسټ اوس هم د اوړو د یوې بوجۍ بیه له ۲۲۲۰ تر ۲۲۴۰ افغانیو پورې دی او د غوړیو ۱۶ کیلويي ټیم له ۲۵۰۰ تر ۲۵۲۰ افغانیو پورې پلورل کیږي.
فضل الرحمن وايي، که بانکي ستونزې حل نه شي او د افغانیو ارزښت لوړ نه شي، د خوراکي توکو نرخونه به نور هم لوړ شي.
د نومیر پر ۱۶مه د افغانستان بانک اعلان کړی و چې د افغانیو د ارزښت د لوړولو په خاطر لس میلیونه ډالر په بازار کې لیلاموي.