بخښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې له تاوتریخوالي د اغېزمنو ښځو لپاره د ضروري خدماتو سیسټم له منځه تللی.
دغو ښځو د بخښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل ته ویلي چې طالبانو د امن خونې بندې کړي او هغه بندیان یې له زندانونو ازاد کړي چې له ښځو سره په تاوتریخوالي تورن ول.
ایمنسټي انټرنېشنل له ۲۶ افغان مېرمنو سره د مرکو پر بنسټ په یوه راپور کې ویلي چې د تشدد قرباني مېرمنې او همداراز د امن خونو مسوولان، مدافع وکیلان، قاضیان، د اړوندو ادارو چارواکي او د ښځو د خوندیتوب په دې پروسه کې شامل کسان اوس د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.
د سازمان سکرتر جنرالې انګېس کالامارد ویلي دي چې په افغانستان کې د جنسیت په اساس د تاوتریخوالي قرباني ښځې او نجونې اوس له پامه غورځول شوي، د خوندیتوب شبکه یې ویجاړه شوې او د دوی د امن ځایونه له منځه تللي دي.
د پخواني حکومت پرمهال هغه مېرمنې چې د تاوتریخوالي له کبله یې خپل کورونه پرېښودل، د امن په خونو کې ساتل کېدلې خو د اګست په مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو د خوندیتوب دا سیسټم له منځه تللی دی.
په افغانستان کې د بخښنې نړیوال سازمان کمپاینرې سمیرا حمیدي ازادي راډیو ته وویل، په امن خونو کې داسې ښځو او نجونو ته پناه ورکړل شوې وه چې هره شېبه د مرګ له ګواښ سره مخ وې.
سمیرا حمیدي زیاتوي: "زموږ اندېښنه دا ده چې د طالبانو له راتګ وروسته، زیانمنو شویو مېرمنو ته دا ډول امکانات او خدمات تړل شوي. په ورته وخت کې د امن خونو تړل او له تاوتریخوالي ډک ژوند ته د ښځو بیرته ستنول، دوی د مرګ له خطر سره مخامخوي چې موږ یې په اړه ډېر اندېښمن یوو. "
د بخښنې نړیوال سازمان په راپور کې د دې سازمان د منشي اګنس کالامار له قوله لیکل شوي: "طالبانو ټول زندانیان هم ازاد کړي او دوی د هغه ګواښونو په اړه فکر نهدی کړی چې قرباني شوې ښځې او مېرمنې ورسره مخامخېدونکې دي. "
له ګواښونو سره مخ یو له دغو مېرمنو چې نهغواړي نومیې ورته د شته ګواښونو له امله راپور کې خپور شي او څه د پاسه یو کالیې په کابل کې د امن خونې دننه تېر کړی وايي، کورنۍ یې داسې شکنجه کوله چې مجبوره شوه هر څه پرېږدي او خپل سر خوندي کړي.
خو کله چې طالبان واکمن شول، د سرپناه دا هیله یې هم لهمنځه ولاړه. اندېښمنه ده، که کورنۍ ته یې په لاس ورشي، و به یې وژني.
دا وايي: "کورنی تاوتریخوالی، ظلم، وهل ټکول، ښکنځلې، بده رویه، د سمې ډوډۍ نهراکول، زما لباسونو ته نه رسیدهګي او په هره مسئله کې زما ملامت ګڼل، هغه لاملونه و چې زهیې مجبوره کړم چې کور پرېږدم او د امن خونې ته راشم. اوس چې د امن خونه کې نه یم، ژوند مې خطر کې دی. زه له خپله کور راتښتېدلې یم، هغوی به مې ژوندۍ پرې نهږدي. "
طالبان که څه هم د بخښنې نړیوال سازمان د راپور په اړه غبرګون نه ښيي، خو وايي دوی خپلو امنیتي مسؤلانو ته دنده سپارلې چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د پېښو مخنیوی او له دوی ساتنه وکړي.
د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق ازادي راډیو ته وویل: "که په دې اړه بیا هم څوک اندېښنه لري، هغوی دې مخکې له مخکې امنیتي ځواکونو سره ستونزه شریکه کړي، هغوی ته دې اطلاع ورکړي. حتماً به د دوی ستونزې ته ځان رسوي."
له ښځو سره تاوتریخوالی یوه له هغو ننګونو ده چې مخکېني حکومتونه یې هم په کابو کولو کې پاتې راغلي وو.
د بخښنې نړیوال سازمان په راپور کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې په بېړني ډول د دې خدمتونو د بیرته فعالولو مرسته وکړي او هغه کارکوونکي چې د امن خونو دننه یې کار کړی او ژوند یې له ګواښ سره مخ دی، له افغانستان وباسي.
امنېستي انټرنشنل پر طالبانو هم غږ کوي چې له تاوتریخوالي سره د مخ کېدونکو او مخ شویو ښځو لپاره د امن خونو د بېرته پرانیستو اجازه ورکړي او دا ډاډ هم باید وي چې هلته کارکوونکي بې له کومې وېرې چارې مخ ته یوسي.
دا سازمان وايي، د طالبانو له واکمنۍ وړاندې په امن خونو کې تاوتریخوالي سره مخ شویو نجونو او ښځو ته روغتیايي، رواني، وکالت او نورې اسانتیاوې چمتو وې.
دې خونو ته د مخکېني جمهوري نظام د ښځو چارو وزارت، د بشري حقونو خپلواک کمېشن او روغتونونو څخه قرباني شوې مېرمنې ورپېژندل کېدې.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما وايي، که څه هم دا خونې ډېرې سمبال نه وې، خو بیا هم په افغانستان کې یې د زرګونه قرباني شویو ښځو خدمات وړاندې کول، هغه هېواد چې د یوناما له قوله، له هرو ۱۰ ښځو ۹ یې په یوه ډول په خپل ژوند کې تاوتریخوالی تجربه کوي.