د لاسرسي ځای

تازه خبر

ابراهیم رئیسي: موږ  یوې ښې ایټمي موافقې ته سترګې په لار يو


 ابراهیم رئیسي، د ایران ولسمشر
ابراهیم رئیسي، د ایران ولسمشر

د ایران ولسمشر وايي، د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو سره پر ایټمي تړون خبرو ته هغوي جدي دي.

ایرنا خبري اژانس د ډېسېمبر پر ۱۱مه په یو راپور کې د ابراهیم رئیسي له قوله لیکلي، تهران په ویانا کې پر دې اړه له اړوندو هیوادونو سره مهمې خبرې کړې دي.

اژانس د رئيسي له قوله ویلي: "موږ په خبرو اترو کې جدي یو او که بل لوری هم د بندیزونو د لرې کولو په اړه جدي وي، موږ به یوه ښه توافق ته سره ورسيږو. موږ یوې ښې موافقې ته سترګې په لار يو."

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د ایران د ۲۰۱۵ کال د ايټمي موافقې د بیا بحالولو په اړه خبرې اترې په ویانا کې د روانې اوونۍ په پیل کې شروع شوې دي.

اروپايي سفارتکارانو له تهران څخه غوښتي چې له "حقیقي وړاندیزونو" سره بیرته راستانه شي.

XS
SM
MD
LG