د بلوچستان حکومت او د مولانا هدايت الرحمن په مشرۍ د هغو مظاهره چیانو ترمنځ مذاکرات روان دي چې ګوادر کو حق دو "ګوادر ته حق ورکړئ" په نوم یې له يوې مياشتې راهیسې تحريک پيل کړی دی.
مولانا هدايت الرحمن بلوچ د جماعت اسلامي ځايي مشر دی. مظاهره چيان له حکومته ۱۹ غوښتنې لري خو تر ټولو مهمې پکې له ګوادر سره څېرمه په عرب سمندرګي کې په لويو لويو ټرالرانو کې د کبانو د نيولو مخنیوی، په ښار کې امنيتي پوستې ختمول او پر ايراني سرحد ځايي خلکو ته د تجارت اجازه ورکول شامل دي.
په ګوادر کې د پاکستان مهم بندر دی چې د چين په مرسته جوړ شوی او په ۲۰۰۷ز کال کې يې په رسمي توګه کار پیل کړی وو. کله چې په ۲۰۰۱ز کال کې د بندر د جوړېدو کار چين ته ورکړل شو نو په لومړي ځل بلوڅ ملت پاله ګوندونو د دې پرضد تحريک پیل کړ او دريځ يې خپل کړ چې هڅه کېږي له بهره خلک په دې ښار کې اباد شي او ځايي خلک په اقليت کې بدل کړل شي.
خو حکومت به هروخت دا دريځ درلود چې دوی د بندر او نورو پرمختيايي پروژو له لارې سيمې ته اقتصادي وده ورکول غواړي.
په ګوادر کې وخت نا وخت احتجاجونه کېدل خو د مولانا هدایت الرحمن په مشرۍ دې احتجاج داسې بڼه خپله کړې چې پکې په د ښځو او ماشومانو په شمول په سلګونو زرو کسانو ګډون کړی.
د کب نيونې مسله
د ګوادر ضلعې ابادي شاوخوا درې لاکه ده چې د ګوادر د کبانو سازمان ګوادر ماهي ګير اتحاد مشر خداداد په وينا شاوخوا دوه نيم لاکه کسانو روزګار په مستقيمه يا غير مستقيمه ډول له کب نيونې سره تړلی دی. نوموړي د دیسمبر پر ۱۲مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې په دې وروستيو کې له سيند صوبې څخه ټرالران د بلوچستان سمندري حدود ته ورځي او د ټنونو په حساب کبان نيسي چې له کبله یې د ځايي کب نيونکو ښکار اغېزمن شوی دی.
يو ټرالر له ۵۰۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰۰ پوکیلو کبان نيسي او موږ له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰خداداد
د ده په ادعا، له سيند څخه هره ورځ نژدې ۳۰۰۰ ټرالران د ګوادر په سمندري حدودو کې د کبانو ښکار کوي. ((د دوی په يوه ټرالر کې له ۵۰ څخه ۶۰ زره کلوګرامه ماهيان ځايېږي او زموږ وړې وړې کشتیانې له ۴۰۰ څخه ۵۰۰ سوه کلوګرامه ماهيان نيولای شي. درې زره ټرالران هره ورځ پنځوس پنځوس زره کلوګرامه کبان نيسي او زموږ ۵۰۰ سوه کشتيانې د يوه ټرالر برابر کبان هم نشي نيولای نو له دې سره د ماهيانو نسل کشي کېږي.))
ټرالر (Trawler) هغه لویې کښتۍ ته وايي چې اکثره وخت د ماهيانو د نيولو لپاره کاريږي. ټرالينګ د دې کښتيو په ذریعه د کبانو نيولو ته وايي. په دې طريقه د روانو کښتيو له لارې په اوبو کې د لویو لويو جالونو په خورولو سره ماهيان نيول کيږي. له دې لارې په يو وار په زرګونو کبان نيول کيدای شي چې له عام روايتي کب نيوني څو چنده زیات وي.
"ګوادر کو حق دو" تحريک مشرانو د خلکو پوهولو لپاره پر ټولنيزو رسنيو ګڼې ويډيوګانې نشر کړي دي. همداراز ځينو نورو دې طريقه د کبانو نيول د ماهيانو نسل وژنه ګڼلي.
د ګوادر ماهي ګېر اتحاد جنرل سېکرېټري يونس انور بلوڅ د کورنۍ روزګار د ماهيانو له ښکار سره تړلی دی. د ده پلار، وروڼه، ترونه، او د ترونو زامن ماهيان نیسي او په بازار کې يې خرڅوي.
نوموړي د دیسمبر پر ۱۲مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې په تېرو ۲۰ کالونو کې د ماهيانو ښکار بیخي کم شوی دی. ((زه به له خپل پلار او تره سره د ماهيانو په ښکار تلم او هغه مهال به خلکو په ډېر لوی شمېر کې کبان نيول. په ۲۰۰۲م کال کې به خلکو د ټنونو په حساب کبان نيول. هرې کشتۍ به اوه یا اته سوه کلوګرامه ماهيان راوړل خو په دې وروستيو کې هرې کشتۍ ۱۰۰ کلو راوړل او اوس چې د ټرالرانو شمېر زیات شوی دی نو تر لس دوولس کلوګرامه زیات څوک نشي راوړلای.))
خو بل خوا حکومت هم په وار وار وايي چې دوی د ګوادر تحريک ټولې جايزې غوښتنې مني او په دې لړ کې اقدامات کوي. د پاکستان وزيراعظم عمران خان د دیسمبر پر ۱۲مه نېټه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې د ګوادر د کب نيونکيو د جايزو غوښتنو نوټس يې اخيستی دی. نوموړي هم ويلي چې د هغو ټرالرانو پرضد به سخته کاروايي کوي چې د ده په وينا، په غير قانوني توګه ماهيان نيسي.
په ۲۰۱۳ز کال کې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ تر پېلېدو وروسته په ګوادر کې د امنيت ځانګړي اقدامات اخيستل شوي دي. بلوڅ بېلتون پالو ډلې د راهدارۍ مخالفت کوي او په دې لړ کې يې په چينايي وګړو او ګټو باندې يې د کړو بريدونو ذمه واري هم منلې ده.
د چين پانګونه او امنيت
د دې بريدونو وروسته په ګوادر ښار کې امنيتي پوستنې جوړې شوي دي چې ځايي خلک يې مخالفت کوي. د پوستو ختمول د اوسني تحريک يوه مهمه غوښتنه ده.
خداداد وايي چې د پوستو له وجې د خلکو ورځنۍ ژوند اغېزمن شوی او د ده په ادعا ځايي خلک ځانونه پردي احساسوي. ((که د سيالکوټ يو پوځي له ما پوښتنه کوي چې چيرې روان يې نو زه له هغه تپوس کوم چې تا ته د ګوادر کوڅې معلومي دي؟ دې خبرو موږ په نفسياتي توګه ځورولو او داسې فکر مو کاوه چې خپل ښار ته نه بلکې يو پردې هېواد ته روان يو. هم له دې وجه خلک تنګ او پرېشانه ول.))
په بلوچستان کې له تېرو شاوخوا دوو لسيزو راهيسې بلوڅ بېلتون پالې ډلې د وسله والې جګړې له لارې له پاکستانه بېلېدل غواړي. دوی ادعا کوي چې دې هېواد يې په وسايلو قبضه کړې ده. خو د پاکستان حکومت وايي چې دا يو موټې وسله وال دي چې د هند په لمسون هېواد بې ثباته کول غواړي.
د بلوچستان په زیاتره سيمو کې يو شمېر ځوانان له دې وسله والو ډلو سره ملګري شوي دي خو ګوادر هغه سيمه ده چې پکې له وسله والو سره د يو ځای کېډو رجحان په پرتليزه توګه کم دی.
په کوټه کې ليکوال او څېړونکی عابد مير وايي چې د ګوادر اوسېدونکو ځان له وسله والو سره و نه تاړه او هڅه يې وکړه چې د پارلمان له لارې خپلې ستونزې حل کړي. نوموړي د دیسمبر پر ۱۲مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د ګوادر اوسېدونکيو اول د نېشنل ګوند غړی بلوچستان اسمبلۍ ته منتخب کړ او چې کله يې هغه مسيلې حل نکړې نو بیا يې بلوچستان نېشنل پارټۍ استازی حمل کلمتوتي اسمبلۍ ته کامیابه کړ خو د ده په وينا، هغه د خپلې حلقې خلک دومره له پامه غورځولي چې په دې اوسني تحريک کې د دوی ليدو له هم نه دی ورغلی.
عابد مير زیاتوي: ((په داسې حالاتو کې خلک تنګ وو چې بله لار وموندي چې خپلې غوښتنې له جګړې پرته په پرامنه توګه په حکومت ومني. په دې منځ کې مولانا هدايت الرحمن را پېدا شو او تحريک يې پيل کړی چې اوس ټول بلوچستان ورسره ملګری شوی دی.))