په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر ملګرو ملتونو یو وارې بیا غږ کړی چې په نړیوال سازمان کې د استازیتوب لپاره دې د هغوی لخوا نومول شوی نوماند په رسمیت وپېژني.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
سهیل شاهین چې د هغه څوکۍ لپاره د طالبانو لخوا معرفي شوی و د ډېسېمبر پر ۱۷مه یې پر ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان څوکۍ باید د نوي حکومت نوماند ته ورکړل شي.
سهیل شاهین لیکلي:"ملګري ملتونه یوه محترمه اداره ده او ورباندې باور یې په بې پریتوب پورې تړلی دی."
نوموړي لیکلي:"زه له ادارې خواست کوم چې د افغانستان نوي حکومت ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ په ورکولو سره خپله بې طرفي ثابته کړي."
روانه میاشت د ملګرو ملتونو امنيت شورا د یو قرارداد په منظورولو سره د افغانستان استازي په رسميت پېژندلو پرېکړه وځنډوله.
د طالبانو دا بیان تر هغې یوه ورځ وروسته مخې ته راغلی چې د ملګرو ملتونو افغان ماموریت یو بیان خپور کړ چې پکې ویل شوي ول چې نصیر احمد فایق د شارژدافیر په توګه د ماموريت د مشري چارې سنبالوي.
فایق مخکې د افغانستان د تېر حکومت د سفیر غلام اسحاقزي مرستیال و چې د ډېسېمبر پر ۱۵مه یې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي له دندې استعفا ورکړه.