روسي ولسمشر ولاديمير پوتين په خپله کلنۍ خبري غونډه کې د کووېډ-۱۹ ناورغۍ پروړاندې د حکومتي هلو ځلو او د خپل هېواد د اقتصادي ودې ستاينه کړې.
ولسمشر پوتین د ډېسېمبر پر ۲۳مه د خبري غونډې په پيل کې د وبا پرضد پر مبارزې او د روسيې په اقتصاد رڼا واچوله. نوموړی له خپلو وطنوالو وغوښتل چې ځانونه واکسین کړي.
د ډېریو هېوادونو په ګډون په روسيه کې هم د کورونا وايرس د وبا کنټرولولو هڅې روانې دي ځکه چې هلته ډېری خلک له واکسينه انکاري دي.
د روسیې په ۱۴۶ مېليون وګړو کې تر اوسه ۵۰ فيصده خلک بشپړ واکسین شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې روسيه لومړي هېواد وو چې يو کال مخکې يې د کووېډ-۱۹ واکسين جوړ کړي ول.
په روسیه کې د کورونا وايرس وبا په اړه د معلوماتو مرکز له شمېرو سره سم، هلته د وبا له پیل راهیسې د ډېسېمبر تر ۲۳مې پورې د کورونا وايرس ۱۰.۲ مېلیونه پېښې ثبت شوې دي او له ناروغۍ درې لکه کسان مړه شوي دي.