د لاسرسي ځای

تازه خبر

د "اومیکرون" له کبله نړۍ کې زرګونه پروازونه منسوخ شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په داسې حال کې چې د نړۍ په بېلا بېلو هیوادونو کې عیسوي مذهبه خپل د کرسمس اختر خوشالۍ لمانځي، ګڼو هوايي شرکتونو خپل پروازونه منسوخ کړي.

په پروازونو کې دغه ځنډ د کورونا د نوې بڼې "اومیکرون" د مخنیوي په خاطر راوستل شوی دی. اومیکرون چې په لومړي ځل په جنوبي افریقا کې د روغتیا د چارواکو لخوا یې د خپرېدو یادونه شوې وه، اوس مهال د نړۍ په لسګونو هیوادونو کې ډېره په تېزۍ د خپرېدو په حال کې ده.

د عیسوي مذهبو لپاره کرسمس ډېر ارزښت لري او په رخصتیو کې یې خلک له نورو هیوادونو خپلو هغو ته سفرونه کوي او هڅه یې وي چې دا خوښۍ د خپلو کورنیو سره یو ځای ولمانځي. خو د پروازونو منسوخېدو د خلکو د رخصتیو پلانونه ویجاړۍ سره مخ کړي دي.

د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د الوتکو د پروازونو څارونکې ويبپاڼې FlightAware.com ترمخه هوایي شرکتونو د ډېسېمبر پر ۲۴مه لږ تر لږه ۲۴۰۱ پروازونه منسوخ کړي.

د ويبپاڼې له شمېرو سره سم، د دې ترڅنګ په ټوله نړۍ کې د ډېسېمبر پر ۲۴مه نېږدې ۱۰ زره پروازونه ځنډېدلې هم دي. همدا رنګه د کرسمس پر ورځ یعنې د ډېسېمبر پر ۲۵مه ۱۷۷۹ پروازونه منسوخ شوي او د ډېسېمبر پر ۲۶مه د ۴۰۲ پروازونو د منسوخېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د نورو هیوادونو په شان په امريکا کې هم زیاتره کورنۍ او بهرنۍ الوتنې ځنډول شوې دي.

د امريکا يونايتډ او ډيلټا هوايي شرکتونه وايي، د کورونا وایرس د پېښو زیاتېدل او همدا رنګه د هغوی د عملې او کارکوونکیو نیشتوالی د پروازونو د ځنډېدو لامل دی.

د جانز هاپکنز پوهنتون په وینا، په امريکا کې د کورونا وايرس د نويو کيسونو شمېره په تېره اوونۍ کې ۴۵ فيصده ته لوړه شوې او د ډېسېمبر پر ۲۳مه ۱۶۰ زره کسان په کورونا وايرس اخته شوي دي. په برتانيا کې په ډېرو صنعتونو او ترانسپورت شبکو کې د کارمندانو ناروغۍ له وجې کارونه متاثره شوي دي.

د برتانيا حکومت د معلوماتو ترمخه د ډېسېمبر پر ۲۳مه په ټول هېواد کې، د ۱۲۲ زرو زیات کسان په کوويډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

په داسې حال کې چې د روغتیايي چارواکو څېړنې ښايي چې د کورونا د اومیکرون بڼې د بیمارۍ علایم خفیفه وي او کم خلک دې ته اړ کېږي چې روغتون ته ورسول شي خو بیا هم معمرو او ځینو دایمي ناروغیو لرونکو کسانو ته دا سپارښتنه شوې ده چې د کورونا اضافي ستنې ( بوسټر شاټ ) دې ولګوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG