د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناسا: د بایډن ادارې خلايي تمځای کې تر ۲۰۳۰م پورې د عملیاتو ملاتړ کړی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د امریکا د فضایي تحقیقاتي ادارې (ناسا) مشر بېل نېلسن وایي، د ولسمشر جو بایډن اداره په نړیوال خلايي تمځای کې تر ۲۰۳۰م زیږدیز کاله پورې د عملیاتو د ادامې ملاتړ کوي.


نېلسن د ډېسېمبر پر ۳۱مه، په یوه بیان کې وویل، د بایډن ادارې ژمنتيا ښودلې چې په دې برخه کې له نړیوالو شریکانو سره د روسیې په ګډون کار وکړي، چې دا ډول د دې لسیزې تر پایه د مدار په لابراتوار کې څېړنې ترسره شي.

له ۱۹۹۸م کال راهیسې چې په فضا کې د نړیوال تمځای لومړی مرکز ودان شو، روسیه او امریکا د دې مرکز بهر له نېږدې همکاره پاتې شوي دي.

د امريکا کانګرېس د نړیوال خلايي تمځای لپاره تر ۲۰۲۴م کال پورې بودیجه تصویب کړې ده. که کانګرېس د دې مرکز لپاره تر ۲۰۳۰م کال پورې بودیجه ومني او نړیوال شریکان موافقه وکړي، هلته به د دې لسېزې تر پایه څېړنې دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG