د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان: هره ورځ د کابل له هوایي ډګره ۲۰ الوتنې کېږي


دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له حکومت سره د قطر او ترکیې خبرې روانې کړي دي چې د کابل هوایي ډګر د چارو مسوولیت دوی ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له حکومت سره د قطر او ترکیې خبرې روانې کړي دي چې د کابل هوایي ډګر د چارو مسوولیت دوی ته وسپارل شي.

د طالبانو حکومت د ملکي هوایي چلند اداره وایي، هره ورځ د کابل له هوایي ډګره ۲۰ الوتنې تر سره کېږي چې درې هغه یې کورنۍ او پاتې نورې یې بهرنۍ الوتنې دي.

د ملکي هوایي چلند د ادارې ویاند امام الدین احمدي د جنورۍ پر څلورمه مشال راډيو ته وویل چې په دې وروستیو کې بهر ته الوتنې عادي حالت ته ګرځېدلي او ډېرې الوتنې چین، پاکستان، ترکیې او دوبۍ ته کېږي چې له هرې بهرنۍ الوتنې څخه له شپږ تر اووه زرو امریکایي ډالرو عاید ترلاسه کېږي.

که څه هم احمدي د دغو عوایدو ټولیزه کچه ياده نکړه، خو ټینګار يې وکړ چې په راتلونکو ورځو کې به دا الوتنې ډېرې او عواید به یې هم زیات شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له حکومت سره د قطر او ترکیې خبرې روانې کړي دي چې د کابل هوایي ډګر د چارو مسوولیت دوی ته وسپارل شي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهيسې هلته د هوايي ډګرونو چارې ټکنۍ شوي او په پروازونو کې هم کمی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG