د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت د هند د بشري مرستو مننه کړې 


هند په داسې حال کې افغانستان ته خپلې مرستې رسولي چې یوشمېر نړیوالو ادارو په ژمي کې په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی دی. انځور- ارشیف
هند په داسې حال کې افغانستان ته خپلې مرستې رسولي چې یوشمېر نړیوالو ادارو په ژمي کې په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی دی. انځور- ارشیف

د هند لخوا له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې نن (جنورۍ اوومه) د طبي مرستو درېيمه جوپه کابل ته ورسېده.

د طالبانو ویاند او د دوی د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست معين ذبیح الله مجاهد نن (جنورۍ اوومه) پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې "د هندوستان هېواد لخوا له افغانستان سره د مرستو په لړ کې نن سهار شپږ ټنه درمل کابل ته راورسېدل."

نوموړې زياته کړې چې تر دې څو ورځې وړاندې (د جنورۍ پر اوله) هم هند له افغانستان سره د کورونا واکسين پينځه لکه خوراکه مرسته وکړه. مجاهد زياته کړه چې د دوی حکومت د هند له "بشردوستانه مرستو او همکارۍ" څخه د زړه له تله مننه کوي.

بلخوا د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند اريندام باګچي د جنورۍ پر اوومه سهار پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي ول چې هند له افغان ولس سره د روانو بشري مرستو په لړ کې نن افغانستان ته دوه ټنه طبي درمل ولېږدول.

د نوموړي په وينا دا د طالبانو د حکومت پر مهال افغانستان ته د هند د بشري طبي مرستو درېيمه جوپه ده.

باګچي زياتوي چې تر دې وړاندې هم د ورته طبي مرستو جوپې په کابل کې اندرا ګاندي روغتون ته رسول شوي دي. نوموړی زياتوي، هند به په راتلونکو اوونيو کې هم افغانستان ته نورې طبي او خوراکي مرستې لېږدول جاري ساتي.

هند په داسې حال کې افغانستان ته خپلې مرستې رسولي چې یوشمېر نړیوالو ادارو په ژمي کې په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی دی.

ملګري ملتونه وايي، اوسمهال د افغانستان شاوخوا ۲۴ مېلیونه اوسېدونکي یعنې څه باندې نیمايي نفوس پوره خوړو ته لاسرسی نه لري.

په افغانستان کې اقتصادي ستونزې پر داسې مهال زیاتې شوې دي چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې طالبان پر هېواد واکمن شول او درې اوونۍ وروسته یې خپل لنډمهالی حکومت اعلان کړ چې لا هم نړیوالې ټولنې په رسمیت نه دی پېژندلی، خو بيا هم د ملګرو ملتونو په ګډون پاکستان، هند او ځينو نورو هېوادونو له افغانستان سره طبي او خوراکي مرستې کړې دي.

XS
SM
MD
LG