د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند د کورونا له کبله په پنځو ریاستونو کې پر سیاسي غونډو بندیز لګولی


هند د نړۍ یو له هغو هیوادونو دی چې کورونا وایرس ډېر ځپلی دی
هند د نړۍ یو له هغو هیوادونو دی چې کورونا وایرس ډېر ځپلی دی

د هند د ټاکنو کميشن د هېواد په پينځو رياستونو کې د کورونا وايرس ډيريدو له وجې پر سياسي جلسو بنديز غځولی دی.

یاد کمېشن د جنورۍ پر ۱۵مه په تازه لارښوونو کې اجازه ورکړې چې تر ۳۰۰ لږ خلک کولای شي چې په یو بند ځای کې د سیاسي هلو ځلو لپاره راغونډ شي. دا بنديز به د جنورۍ ۲۲مې پوري دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې د هند تر ټولو زيات نفوس لرونکي ریاست اتر پرديش کې په راتلونکې مياشت کې رياستي انتخابات کيږي.

په دې شمالي رياست کې چې بهارتيا جنتا پارټۍ واکمنه ده، دا انتخابات مهم بلل کيږي ځکه چې دا به د ۲۰۲۴ز کال عامو ټول ټاکنو لپاره زمينه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG