د سيمې پېژندلي هنرمندان او د چارو شنونکي په افغانستان کې پر موسيقۍ او نورو ښکليو هنرونو د بنديز مسله د ډېرې اندېښنې وړ بولي او پرضد يې د يوه مضبوط غږ پورته کولو پر خبره ټينګار کوي.
دا څرګندونې د ''ټوېټر سپېس ''په نوم په هغه يوه انلاين بحث کې وشوې چې مشال راډيو د جنورۍ پر ۲۴مه د پېښور پر وخت ماخوستن نهه بجې جوړ کړی وو.
بحث پاو باندې يو ساعت جاري وو او پکې د پاکستان او افغانستان پشمول د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو ۲۱۲۷ ټوېټر کاروونکو ګډون ولاره.
د پښتونخوا مشهور سندرغاړي کرن خان د خبرو پيل له خپل دې شعره وکړ:
بيا پېښور کې د هنر سامان په نيمه بيه
بيا د سندرې مور هندوه او ټپې کافرې
نوموړي زياته کړه، له دې باوجود چې د سيمې سندرغاړو تل په خپلو سندرو کې د مينې او وطن دوستۍ پيغامونه ورکړي، هر کله چې په پښتونخوا او يا هم افغانستان کې مذهبي ډلې په واک کې راغلي، اولنی وار يې پر هنر او سندره کړی دی.
د مشال راډيو ټوېټر سپېس ته د کرن خان پشمول د سيمې پېژندلي سندرغاړي شکيله ناز، امجد شهزاد او ميرخان مقری د ويناوالو يا سپيکرز په توګه دعوت شوي ول.
د مشال راډيو خبريالانو بشير ګواښ او فرخندې اسد د بحث ګډ کوربه توب وکړ.
د بحث هدف په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم په هغه هېواد کې د موسيقۍ پشمول پر نورو ښکليو هنرونو د بنديز په نتيجه کې د رامنځته شوي حالت او د سيمې د موسيقۍ د راتلونکي يو جاج اخيستل وو.
مير خان مقری، چې د نوميالي سندرغاړي عبدالله مقري زوی دی او د سندرو ترڅنګ يې د افغانستان له ملي راډيو او ټيليويژن سره د کلتوري چارو د يوه سلاکار په توګه کار کاوه، د تېر کال په اګست کې کابل ته د طالبانو له ننوتلو سمدستي وروسته بهر ته ووت.
نوموړي د مشال راډيو په ټوېټر سپېس کې وويل، دی نه پوهېږي چې په داسې حال کې چې په ټولو اسلامې هېوادونو کې د موسيقۍ غږولو او د هغې د اورېدو اجازه شته، ولې پښتنو او افغانانو ته دا هنر د يوې لوی ګناه او کفر په توګه پېژندل کېږي؟
''دا موسيقي خو ما، يا زما مرحوم پلار او يا هم زما نيکونو نه ده جوړه کړې. دا خو په هغه زمانه کې جوړه شوې چې د نړۍ په زياتره هېوادونو کې د اسلام راج وو. د نړۍ لومړۍ ارکېسترا په سپين کې جوړه شوې وه، چې هغه وخت به يې اندلس ورته ويل. په دې ارکېسترا کې د نورو ترڅنګ عربان هم ول. له هغه وخت راهيسې د نړۍ قامونه موسيقي غږوي. يوازې زما د خوار وطن هنرمند دی چې ځورول کېږي، تحقېريږي او د موسيقۍ الات يې سوزول کېږي. دا پوښتنه له ما سره هم ده چې دا پر خلکو مو څه شوي دي؟''
د ۲۰۲۱ز کال د اګست له ۱۵مې راهيسې، چې طالبان پر افغانستان حاکم شوي، هلته پر موسيقۍ بشپړ بنديز دی.
د طالبانو په لاس د هنرمندانو د ځورولو او د هغوی د موسيقۍ الاتو سوځولو وېډيوګانې هم وخت په وخت خپرې شوې دي.
په تېره د روانې جنورۍ مياشت پر ۱۵مه پر ټولنيزو شبکو خپرې شوې هغې يوې وېډيو خلک ډېر خپه کړل چې طالبانو د پکتيا د ځاځي اريوب ولسوالۍ د دوو ولسي هنرمندانو ويېښتان ورقېنچي کړي، هغوی يې د خلکو په مینځ کې درولي، ستغې سپورې ورته وايي او د موسيقۍ الات يې ورسوځوي. د دې ویډيو تر خپرېدو وروسته د اریوب ځاځيو محلي خبریال سبیل خان د افغانستان ملي ټېلیویژن ار ټي اې په یوه راپور کې وویل چې دا پېښه نېږدې پینځه کاله وړاندې ورسره شوې وه.
د مشال راډيو په ټوېټر سپېس کې د اورېدونکو په حيث برخه اخيستونکو ته د پوښتنو موقع هم ورکړل شوه. د سعادت جغتوال په نوم يو کس په دې نطر وو چې موسيقي بايد د پښتنو د کلتور د يوې برخې په توګه ياده نشي.
''په سيمه کې چې کوم غټ قامونه اباد دي، د يوه هغه کلي ته خو ولاړ شه او خلکو ته يې ووايه چې اجازه راکړئ چې هلکانو او نجونو ته مو موسيقي دروښيېم. فکر کوم له يوه ډېر بد ځواب سره به مخامخ شې. دا ځکه چې د پښتنو دا قامونه موسيقي يو شرم ګڼي. نو زما به دا خواست وي چې موسيقي د پښتني کلتور د يوې برخې په توګه مه يادوئ.''
د جغتوال د دې څرګندونو په ځواب کې د ملايکې احمدزۍ په نوم يوې مېرمنې د يو شمېر مثالانو په ورکولو وويل چې د افغانانو ټولنيز ژوند له موسيقۍ پرته نيمګړی دی.
''کله چې يو چا کره نارينه اولاد وشي نو خپله خوشالي په موسيقۍ لمانځي. د بارات په شپه موسيقي وي. د فصلونو د لو پر وخت موسيقي وي. زموږ ښځې چې د کورونو جوړولو لپاره سپينه يا سره خاوره راوړي او په دښتونو ګرځي نو چمبې غږوي. د پکتيکا په اورګون کې به نجونو او پېغلو، هغه وخت چې جګړې نه وې، کورو ته اوبه راوړې او په لاره به يې سندرې ويلې. ما دا هم اورېدلي چې کوچيانو به هم د کډو کولو پر وخت موسيقي کوله. زموږ هنرمندان موږ ته ډېر محترم دي. د همدوی په ذريعه موږ نړۍ ته ويلای شو چې پښتانه عاطفي خلک دي.''
د نجونو د تعليم د نړيوالې مبارزې ملالې يوسفزۍ پلار، ضيا الدين يوسفزي، چې دی هم د ښځو د حقونو يو فعال دی، په خپلو خبرو کې وويل چې پر افغانستان د طالبانو ولکې نه يوازې نجونه له تعليمه محرومې کړي بلکې له افغانانو يې د هغوی هنري حقونه هم تروړلي دي.
''زه د افغانستان سقوط په دې معنا اخلم چې هلته د نجونو د تعليم او د ښځو د حقونو د سقوط ترڅنګ موسيقي، مجسمه سازي او يوشمېر نور ښکلي انساني هنرونه تر سقوط لاندې راغلل. که له يوې خوا اسلام او مذهب زموږ د کلتور برخې دي، نو زه فکر کوم چې موسيقي شايد تر هغې هم مخکې زموږ د کلتور حصه وه. زما پلار مولانا روح الامين يو ديني عالم وو، د جماعت امام وو، ماشومانو ته به يې ديني زده کړې ورکولې. خو موږ به په کور کې له هغه سره يوځای په راډيو د ګلنار بېګم او شکيله ناز سندرې اورېدې. ضرورت د دې خبرې دی چې موږ د خپلو هنرمندانو ترڅنګ ودرېږو. د هغوی د سپکاوي او د سازونو د سوځول کېدو پرضد یې بايد غږ پورته کړو.''
د يوسفزي له دې غوښتنې سره د بحث ځينو ګډونوالو دا هم ورزياته کړه چې نړيوال بايد تر هغې د طالبانو حکومت په رسميت و نه پېژني چې د افغانانو د هنري حقونو د خونديتوب ډاډ يې نه وي ترلاسه کړی.
د مشال راډيو د ټوېټر سپيس مېلمنو سندرغاړو د خپلو خبرو ترڅنګ لنډې زمزمې هم وکړې.
مير خان مقري د خپل مرحوم پلار عبدالله مقري د يو شعر کمپوز واوراوه او ژمنه يې وکړه چې ژر به يې له موسيقۍ سره جوړ او پر انټرنېټ خپور کړي.