د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: کابل ته د معید یوسف سفر کې د سوداګرۍ پر پراختیا موافقه شوې


د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په کابل کې د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره ویني - د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ ۲۹مې انځور.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په کابل کې د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره ویني - د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ ۲۹مې انځور.

پاکستان ويلي چې د هغه هېواد د ملي امنیت سلاکار د افغانستان سفر د سوداګریزو سهولتونو او د ولسي څانګې د ملاتړ په برخه کې "اساسي لاسته راوړنې" لرلې دي.

معيد يوسف له يو پلاوي سره د جنورۍ پر ۲۹مه نېټه په دوه ورځني سفر کابل ته تللی وو او هلته يې د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا له مرستيال عبدالسلام حنفي او د طالبانو د بهرنيو چارو له سرپرست وزير امير خان متقي په ګډون له نوروطالب وزيرانو سره ولیدل.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزارت د جنورۍ پر ۳۰ مه پر خپله ووبپاڼه د دې سفر په اړه رسمي اعلاميه خپره کړې ده.

په اعلاميه کې ويل شوي چې دواړو غاړو پر پوله د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره د "ملي کچې د همکارۍ" د يو مېکانېزم پر جوړولو سلا شوي دي.

بيان زياتوي چې دواړو لوريو "د مال په بدل کې د مال" پر راکړه ورکړه هم هوکړه کړې ده چې په دې اړه کړنلاره به وروسته ټاکل کېږي.

دوی دا موافقه په داسې حال کې کړې چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغه هېواد بانکي نظام خورا اغېزمن شوی دی او په غرب کې د افغانستان د شتمنیو د کنګلېدو له وجې هلته د نغدو پیسو زښت کمښت دی.

ټاکل شوې وه چې معید یوسف دا سفر د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پر ۱۸مه او ۱۹مه کړی وای خو د اسلام اباد په وینا، هغه وخت د خراب موسم له کبله ځنډول شوی وو. البته پر هم هغه ورځ ځينو فعالانو په کابل کې د پاکستان پرضد مظاهره هم کړې وه.

XS
SM
MD
LG