اروپايي اتحادیه وايي، د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو او ایران ترمنځ د اټومي موافقې د بیا ژوندي کولو لپاره خبرې نن (د فبرورۍ پر اتمه) په ویانا کې کېږي.
اروپايي اتحاديه، چې د خبرو مشري کوي، پرون (د فبرورۍ پر اومه) د خبرو اترو د بیا پیل اعلان وکړ چې د جنورۍ پر ۲۸مه ځنډول شوې وې.
تهران په ۲۰۱۵ز کال کې د نړۍ له قدرتونو سره یوې موافقې ته ورسېد چې له مخې یې ايران ژمنه وکړه چې د نړیوالو بندېزونو د کمولو په بدل کې به خپل اټومي فعالیتونه کموي.
امريکا په ۲۰۱۸ز کال کې له تړون څخه ووتله او پر ايران يې بيا سخت بندېزونه ولګول. دې اقدام ايران دې ته وهڅاوه چې په تدریجي ډول تر اټومي تړون لاندې خپلې کړې ژمنې راکمې کړي.
دواړو خواوو د ۲۰۲۱ز کال د اپریل میاشتې راهیسې په ویانا کې اته ځله غیر مستقیمې خبرې اترې کړې دي چې هدف یې د تړون بیا رغول دي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده په تهران کې یوې خبري غونډې ته د دې خبرې پخلې وکړ چې په ویانا کې به خبرې د فبرورۍ په اتمه بیا پیل شي.