ودان اتمانخېل: د هنر له هرې بڼې سره مینه لرم
دا اوونۍ په هارون باچا هنري ګړۍ کې سندرغاړی، شاعر او د راډیويي پروګرامونو ویاند ودان اتمانخېل زموږ مېلمه دی. اتمانخېل وايي، د هنر د ټولو اړخونو سره یو شان مینه لري او هڅه کوي وخت هم ورکړي. د هغه د شاعري کتاب چاپ شوی او څو سندرې یې هم خپرې شوې دي. په دې خپرونه کې اتمانخېل له تازه شاعرۍ او د هغه له سندرو خوند اخېستی شئ. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.
برخې
-
نومبر ۱۴, ۲۰۲۴
اصغر اقبال وايي د موسیقۍ زده کړې لپاره یې خورا محنت کړی
-
نومبر ۰۷, ۲۰۲۴
زريالی صمدي وايي پېښور يې دويم کور او ژوند يې پکې ښه دی
-
اکتوبر ۳۱, ۲۰۲۴
ملنګ زين الله جان وايي چترالی سيتار يې بېرته ژوندی کړی
-
اکتوبر ۲۴, ۲۰۲۴
حيات افغان وايي د خپل هنر لپاره پېښور ته کډه شوی
-
اکتوبر ۱۷, ۲۰۲۴
رباب غږوونکي ماسټر اظهار له ۸ استادانو زده کړه کړې
-
اکتوبر ۱۰, ۲۰۲۴
اسحاق خان وايي مساپرۍ يې هنر زيانمن کړی