غربي هېوادونو له روسیې غوښتي چې له اوکراین سره پر پوله د خپلو پوځي تاسیساتو له وجې د زیاتې شوې ترینګلتیا د کمولو لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي ځکه چې هغوی له سيمې څخه د ځينو روسيو پوځيانو ستنولو په اړه د مسکو ادعا له "شکونو" سره مخامخ کړي دي.
د روسيې د دفاع وزارت له لوري د فبرورۍ پر ۱۶مه په خپره شوې ويډيو کې ليدل کېږي چې ټانکونه او جنګي ګاډي د کريميا له ټاپو وزمه سیمې څخه د وتلو په حال کې دي. کريميا روسیې په ۲۰۱۴ز کال کې له اوکراينه نيولې وه.
خو د برتانیا د دفاع وزير بېن ولاس د فبرورۍ پر ۱۶مه وويل چې لندن تر اوسه داسې شواهد نه دي ليدلي چې ګواکې روسیه د اوکراین له پولې سره نېږدې له خپلو پوستو څخه سرتېري ستنوي. "څه چې په سترګو ليدل کېږي نو هغه د کرېملېن د ځینو وروستيو بیانونو برعکس ښکاري."
د ناټو سرمنشي ینز ستولتنبرګ په برسلز کې د ناټو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پیل کې خبریالانو ته وویل، دا به وکتلای شي چې ايا روسیه پوځیان ستنوي او که نه؟
د ده په خبره، څه چې ويني نو هغه دا دي چې روسیې د پوځيانو شمېر زيات کړی او نور پوځېان يې هم پر هغې خوا ورروان کړي دي.
د اوکراین پولې ته نېږدې د روسیې له خوا د شاوخوا ۱۳۰،۰۰۰ عسکرو ځای پر ځای کولو پر کيېف د مسکو د برید په اړه اندېښنې پارولې دي. خو روسیه وايي چې د بريد هېڅ نيت نه لري.