د افغانستان د سوهېلي ولايت زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې هغه پينځه کلن ماشوم ژوند له لاسه ورکړ چې د فبرورۍ پر ۱۵مه د برمې ۶۰ ميټره ژورې څاه ته لوېدلی وو.
له تېرو څو ورځو راهيسې د حيدر د ژغورنې هڅې روانې وې. هغه ته په لومړيو ورځو کې اوبه او خواړه هم ورکښته کړل شول.
له نوموړي سره پر هغه موبايل ټېليفون ويډيويي خبرې هم شوې وې چې مرستندويه کارکوونکو څاه ته ورکښته کړی وو، خو له پرون (فبرورۍ ۱۷مې) راهيسې د ماشوم وضع ښه نه ښکارېده.
په زابل ولايت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور سرپرست ریس شرافت ویاړ نن (فبرورۍ ۱۸م) په يوه ويډيويي پيغام کې خبر ورکړ چې ماشوم يې له څاه څخه را وايست خو هغه خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
د ماشوم څاه ته لوېدنې خبر پر ټولنيزو رسنيو هم په پراخ کچ خپور شو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مېشتو افغانانو پر يادې پېښې خواشينې څرګنده کړې وه.