د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین: روسي ملاتړ لرونکو بېلتونپالو لسګونه ځله له اوربنده سرغړونې کړې


د اوکراین پوځ فبرورۍ پر ۱۸مه ويلي، روسيې پلوو بېلتون غوښتونکو پر ۱۰ استوګنځایونو د توپونو او هاوانونو ډزې کړي دي.
د اوکراین پوځ فبرورۍ پر ۱۸مه ويلي، روسيې پلوو بېلتون غوښتونکو پر ۱۰ استوګنځایونو د توپونو او هاوانونو ډزې کړي دي.

اوکراین ويلي، د روسیې په ملاتړ د دغه هېواد په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو له لوري له اوربنده ناڅاپي په بېساري ډول سرغړونې زیاتې شوي دي.

کیيف په داسې وخت کې دا تور پورې کوي چې واشنګټن خبرداری ورکړی دی چې روسیه بهانې لټوي چې په راتلونکو ورځو کې پر اوکراین برید وکړي.

د اوکراین پوځ نن (فبرورۍ ۱۸مه) په یوه راپور کې څرګنده کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له اوربنده ۶۰ ځله سرغړونې شوي دي چې دا بېسارې دي. د راپور له مخې پر دې مهال د اوکراین یو سرتیری ټپي شوی هم دی.

د اوکراین پوځ وایي، بېلتون غوښتونکو پر ۱۰ استوګنځایونو د توپونو او هاوانونو ډزې کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي د حکومتي ځواکونو او بېلتون غوښتونکو ترمنځ پر لومړۍ کرښه د ناڅاپي ډزو زیاتېدل یوه پارونکې هڅه وبلله چې له امله یې په یوه وړوکتون کې دوه ماشومان ټپیان شول.

اوکراین د خپل هېواد په ختیځ کې د ۲۰۱۴ز کال له اپریل مياشتې را په دې خوا له بېلتون غوښتونکو سره په جګړه دی.

په دې جګړه کې تر اوسه لږ تر لږه ۱۳،۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي دي چې روسیه "د جګړې پر لوري ګامونه اخلي،" خو په وینا یې، له اوکراین سره نېږدې د هغه هېواد د پوځیانو د ځای پر ځای کولو له وجې د پیدا شوي بحران د هواري یوازینۍ بامسوولیته لاره ډېپلوماسي ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د فبرورۍ پر ۱۷مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي دي چې روسیه "د جګړې پر لوري ګامونه اخلي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د فبرورۍ پر ۱۷مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي دي چې روسیه "د جګړې پر لوري ګامونه اخلي

نوموړي پرون (فبرورۍ ۱۷مه) مازیګر د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې خبرداری ورکړ چې روسي ځواکونه په "راتلونکو ورځو کې" پر اوکراین د حملې تیاری کوي. ده وویل، امکان دی چې روسیه تر حملې مخکې جعلي یا واقعي بریدونه وښيي او ناسم معلومات خپاره کړي چې خپل یرغل توجیه کړای شي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې په بیا بیا ویلي چې پر اوکراین د حملې نیت نه لري. خو بلېنکن پر مسکو ټینګار وکړ چې "همدا نن دې بې له شرط، ابهام او انحرافه اعلان وکړي" چې پر "اوکراین به یرغل نه کوي" او بیا دې خپل پوځیان بېرکونو ته او ډېپلوماټان دې د مذاکراتو مېز ته ستانه کړي.

نوموړي دا هم وویل چې هغه له خپل روسي سیال سېرګې لاوروفه راتلونکې اوونۍ د یو بل مخامخ ملاقات غوښتنه کړې ده او زیاته یې کړه چې جرمني او فرانسه هم په ختیځ اوکراین کې د شخړې په اړه د مېنسک د موافقو په تعقیب خبرو ته تیار دي.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سېرګې وېرشېنېن د امنیت شورا ته وویل چې د بلېنکن له لوري د پوځي صحنو په تړاو څرګندونې د تاسف وړ او خطرناکې دي. ده زیاته کړه چې ځینې روسي پوځیان له اوکراین سره نېږدې له پولې ستنېږي. خو امریکا او ناټو له سیمې څخه د پوځیانو ایستلو په اړه د روسیې مخکینۍ دعوې رد کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG