د پاکستان کرکټ سوپر ليګ د اووم پړاو سياليو لړ کې پېښور زلمي لاهور قلندرز ته په سوپر اوور کې ماتې ورکړه.
پرون (فبرورۍ ۲۱مه) په لاهور کې د دې ۲۰ اووريزه سياليو ۳۰مه لوبه کې لومړی پېښور زلمي لوبډلې بېټينګ وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۵۸ منډې جوړې کړې. په ځواب کې لاهور قلندرز لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدلو سره د ۲۰م اوور پر وروستي توپ باندې په ۱۵۸ منډو جوړولو سره لوبه برابره کړه.
وروسته په سوپر اوور کې لاهور قلندرز لوبډلې پينځه منډې جوړې کړې. بلخوا پېښور زلمي د سوپر اوور پر لومړيو دوو توپونو اته منډې جوړې کړې او لوبه يې وګټله.
سبا (فبرورۍ ۲۳مه) به لاهور قلندرز او ملتان سلطانز يو بل ته مخامخېږي. په روانو سياليو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي او ۳۴ لوبې به کېږي. د فبرورۍ تر اوومې لومړۍ ۱۵ لوبې په کراچۍ کې وشوې او د فبرورۍ له ۱۰مې وروستۍ ۱۹ لوبې په لاهور کې روانې دي چې پايلوبه به يې د فبرورۍ پر ۲۷مه وي.