په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، د هندوستان لخوا د اعلان شویو ۵۰ زرو ټنو غنمو د مرستو لومړۍ جوپه د فبرورۍ په ۲۶مه یاد ولایت ته رسېدلې ده.
په هغه خبرپاڼه کې چې د ننګرهار له مطبوعاتي دفتره مشال راډيو ته رسېدلې، پکې ویل شوي چې د ننګرهار ولايت تورخم ښارګوټي ته د هندوستان۵۰ زره ټنه مرسته شويو غنمو څخه په لومړۍ جوپه کې ۲۵۰۰ ټنه غنم رسېدلي چې په هېواد کې به بېوزله کورنيو باندې ووېشل شي.
خبرپاڼه وایي چې دا مرسته په تورخم ښارګوټي کې د پېښو پر وړاندې چمتووالي وزارت مرستيال مولوي شرف الدين ته وسپارل شوه.
مولوي شرف الدين په سیمه کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ویلي چې د ۵۰ زره ټنو څخه په ۴۲ لاريو کې بار ۲۵۰۰ ټنه غنم ور رسېدلي او ژر به پاتې ۴۷ نيم زره ټنه نور غنم هم ور ورسېږي.
نوموړي له هندوستانه مننه وکړه او پر نړیوالو یې غږ وکړ چې په دې سختو شرایطو کې دې د افغانانو لاسنیوی وکړي او یواځې یې پرېنږدي.
د هند بهرنيو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۲۳مه نېټه ويلي وو چې په ۵۰۰ لاريو بار غنم د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
پاکستان معمولاً له خپلې خاورې څخه افغانستان ته د هندیو مالونو لېږد نه پرېږدي، خو اسلام اباد دا ځل د دې غنمو پر سر له څو مياشتو خبرو وروسته موافقه وکړه او نوي ډیلي ته یې اجازه ورکړه چې د هغه هېواد له خاورې څخه دې مرستې افغانستان ته ولېږدوي.
هند ویلي دي چې د افغانستان له خلکو سره به یې مرستې دوام ولري او دا به د طالبانو نه بلکې د مرستندویه نړیوالو بنسټونو له لارې بې وزلو افغانانو ته ورسوي.
د هند او پاکستان په ګډون د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.