د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له روسیې څخه خپلو وګړو ته د وتلو ویلي


په مسکو کې د امريکا سفارت - انځور له ارشيفه
په مسکو کې د امريکا سفارت - انځور له ارشيفه

په مسکو کې د امریکا سفارتخانې له امریکایانو غوښتي چې په سمدستي توګه دې له روسیې څخه ووځي.

د مسکو له خوا پر اوکراین تر یرغل وروسته ګڼ هېوادونه د روسیو الوتکو پرمخ خپل فضايي حریمونه تړلي او هوايي شرکتونه هم پروازونه لغوه کوي.

سفارتخانې د فبرورۍ پر ۲۷مه په یو بیان کې وویل چې د هوايي شرکتونو له خوا روسیې ته د ورتلونکو او ورڅخه د تلونکو پروازونو منسوخېدو او د ګڼو هېوادونو له لوري د روسیو الوتکو پر مخ د هوايي حدودو تړلو ته په کتو دې په هغه هېواد کې مېشت امریکایان له موجودو پروازونو ګټه واخلي او په سمدستي ډول دې له روسیې څخه پر وتلو غور وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې هم خپل فضايي حریم د روسیو الوتکو پرمخ تړلی دی.

بلخوا مسکو د فضايي حدونو بندېدو په غبرګون کې په خپل فضايي حریم کې د ګڼو هېوادونو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی.

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه په اوکراین کې د "پوځي عملیاتو" اعلان وکړ او و یې ویل چې مقصد یې د "ولس محفوظ" ساتل دي.

پر اوکراین تر حملې وروسته امریکا او اروپايي ټولنې پر روسیې د یوشمېر نویو بندیزونو لګولو اعلان وکړ او ملګرو ملتونو سمدستي د جګړې درولو غږ وکړ.

XS
SM
MD
LG