د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حکومت پرضد د پیپلز ګوند لاریون اسلام اباد کې پای ته ورسېد


د پیپلز ګوند لاریون د مارچ پر اتمه شپې مهال اسلام اباد ته تر رسېدو وروسته پای ته ورسېد.
د پیپلز ګوند لاریون د مارچ پر اتمه شپې مهال اسلام اباد ته تر رسېدو وروسته پای ته ورسېد.

د پاکستان پیپلز ګوند احتجاجي لاريون د مارچ پر اتمه شپې مهال اسلام اباد ته تر رسېدو وروسته پای ته رسېدلی دی.

ياد ګوند د فبرورۍ پر ۲۷مه له کراچۍ څخه د اسلام اباد پر لور حکومت ضد احتجاجي لاریون پیل کړی وو چې د پاکستان له بېلابېلو ښارونو څخه تر تېرېدو وروسته د نهې (سې شنبې) پر ماخوستن د اسلام اباد ډي چوک ته ورسېد.

پر دې مهال د لاريون لسګونه زره ګډونوالو ته د ګوند د مشر بلاول بوټو زرداري په ګډون د حکومت مخالفه ګوندونو ځينو نورو مشرانو ويناوې وکړې. دوی عمران خان يو "ګوډاګی" وزيراعظم وباله او د هغه د استعفا غوښتنه یې وکړه.

عمران خان په بیا بیا ویلي دي چې استعفا نه ورکوي او په ۲۰۲۳ز کال کې به پر ټاکلي وخت انتخابات کېږي.

د پيپلز ګوند په دې لاريون کې د ګډون لپاره د عوامي نېشنل ګوند مشران او ګڼ غړي هم د مارچ پر اتمه د خيبر پښتونخوا له بېلا بېلو ښارونو څخه اسلام اباد ته رسېدلي ول.

په عین وخت کې د پیپلز ګوند پرضد د واکمن تحریک انصاف لاریون هم په کراچۍ کې پای ته ورسېد. پیپلز ګوند په سیند صوبه کې واکمن دی.

بلخوا د پاکستان حکومت مخالفه ګوندونو پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان هم د حکومت پر ضد د مارچ پر ۲۳مه نېټه د اسلام اباد پر لوري د لانګ مارچ اعلان کړی دی.

په پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه تور پورې کوي چې د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ اوسنی اېتلافي حکومت د ۲۰۱۸ز کال په عامو انتخاباتو کې د درغلۍ په نتيجه کې راغلی او پوځ يا اېسټیبلېشمنټ يې تر شا ولاړ ول، خو حکومت، پوځ او انتخاباتي کمېشن په تېرو انتخاباتو کې د درغلۍ او لاسوهنې تورونه رد کړي دي او وايي، هغه ټاکنې پاکې او منصفانه وې.

XS
SM
MD
LG