د لاسرسي ځای

تازه خبر

لکي مروت کې د څلورو مشکوکو وسله والو د وژلو ادعا شوې


د خيبر پښتونخوا دد لکي مروت نقشه.
د خيبر پښتونخوا دد لکي مروت نقشه.

د خيبر پښتونخوا پوليسو ادعا کړې چې امنيتي ځواکونو په لکي مروت کې څلور مشکوک وسله وال وژلي دي.

د لکي مروت تاڼې اېس اېچ او الطاف خان نن (مارچ ۲۹مه) مشال راډیو ته وويل چې پوليسو او امنيتي ادارو دغه مشکوک وسله وال پرون د پېزو تاڼې په حدودو کې وژلي دي. هغه وويل چې د پوليسو مشر ته استخباراتي ادارو معلومات ورکړي ول چې وسله وال په سيمه کې موجود دي.

پوليسو د وژل شويو کسانو تصويرونه هم له رسنيو سره شريک کړي دي. په ازاده توګه د دې پېښې او د وژل شويو کسانو د شناخت په اړه تصديق نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG