د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین د افغانستان په اړه د دوه ورځنۍ غونډې کوربه توب کوي


د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي (ښی لاس ته) په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو له سرپرست وزير امير خان متقي سره د مارچ پر ۲۴مه وليدل.
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي (ښی لاس ته) په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو له سرپرست وزير امير خان متقي سره د مارچ پر ۲۴مه وليدل.

ټاکل شوې چې چين به د مارچ پر ۳۰مه او ۳۱مه د افغانستان په اړه د يوې غونډې کوربه توب کوي. دې دوه ورځنۍ غونډې ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امير خان متقي هم وربلل شوی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دې غونډې د جوړېدو هدف يې دا دی چې نړیوال په دغه حساس وخت کې د افغانانو زیات ملاتړ وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین د مارچ پر ۲۸مه په بيجينګ کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې دې غونډې ته د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او استازي وربلل شوي او له افغانانو سره د بشري مرستو پر موضوع به ډېر تمرکز وشي.

نوموړي زیاته کړه په دې غونډه کې به، چې د چین د ختیځ انهوی ولایت په تونزي ښار کې جوړېږي، د پاکستان، ایران، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران یا استازي ګډون کوي.

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي به په دې غونډه کې ګډون کوي.

تر دې دوه ورځنۍ غونډې يوه ورځ وړاندې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین نن (مارچ ۲۹مه) کې د يوې خبري غونډې پر مهال دا خبر ورکړ چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ به هم په ياده غونډه کې ګډون کوي. د نوموړي په خبره د غونډې مشري به د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي کوي.

همدا راز د قطر او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیران به د ځانګړو مېلمنو په توګه په دې غونډه کې ګډون ولري.

د قطر او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرانو، په تېرو څو ورځو کې د دوحې فورم په څنډه کې د نړۍ له یو شمېر مشرانو سره په لیدنو کې د افغانستان پر روان وضعیت پر خبرو سربېره له افغانستان سره د نویو مرستو ژمنې هم کړې دي.

چین د افغانستان په اړه دا غونډه تر هغه وروسته جوړوي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي تېره اوونۍ د سیمې یو شمېر هېوادونو ته د سفر په ترڅ کې له مخکې په يوه نااعلان شوي سفر کابل ته لاړ او هلته يې له خپل طالب سيال امیر خان متقي، د طالبانو د ريیس‌الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر او یو شمېر نورو طالب چارواکو سره لیدنې کتنې وکړې.

د چارو د یو شمېر کتونکو په باور، چين پر دې سربېره چې غواړي په افغانستان کې د بشري ستونزو په کمولو کې رول ولوبوي، بيجينګ لېواله دی چې په دې هېواد کې په اقتصادي، په تېره د تر ځمکې لاندې کانونو په برخه کې ډېره پانګونه وکړي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین، په دې اړه چې چین د دغې غونډې له جوړېدو څه تمه کوي، وویل چې د افغانستان اوسنی وضعیت په یوه حساسه مرحله کې دی او افغانان له ګڼو داخلي او بهرنیو ننګونو سره مخامخ دي او دوی د نړیوالو ډېر ملاتړ او مرستې ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG