د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: باميان کې ښځو د طالبانو غونډه ګډه وډه کړې


څو ښځې سټیج ته وختلې د طالبانو د ملاتړ په نوم لګېدلي بېنرونه يې څېرې کړل.
څو ښځې سټیج ته وختلې د طالبانو د ملاتړ په نوم لګېدلي بېنرونه يې څېرې کړل.

د افغانستان په بامیانو کې لسګونه ښځو د طالبانو د چارواکو له خوا یوه جوړه شوې غونډه ګډوډه کړه.

په خواله رسنیو د دې غونډې ویډیوګانې خپرې شوي چې ښيي څو ښځې د طالبانو د ملاتړ په نوم بېنرونه څیرې کوي.

د راپورونو پر اساس طالبانو د اپرېل پر څلورمه نېټه د بامیان ولایت د پوهنتون په تالار کې دا غونډه د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصون په تړاو جوړه کړې وه چې عنوان یې (له طالبانو د بامیانو د خلکو ملاتړ) وو.

په ټولنيزو رسنیو د دې غونډې د ګډوډېدو ویډيوګانې خپرې شوې دي.

په ویډیوګانو کې ښکاري چې څو ښځې د سټیج سر ته خېږي او د طالبانو د ملاتړ په نوم لګېدلي بېنرونه څېري او لاندې يې غورځوي.

لاندې په تالار کې ناستې ښځې هم د طالبانو پرضد شعارونه ورکوي. د بامیانو دغو ښځو داسې وخت د طالبانو غونډه ګډوډه کړې چې طالبانو د افغان ښځو په تعلیم او کار باندې یو لړ بندیزونه لګولي او د نړیوالو او کورنیو فشارونو سربېره یې په دې برخه کې هيڅ نرمښت نه دی ښوولی.
د طالبانو چارواکو د بامیانو د غونډې د ګډوډېدو په تړاو لا کومه تبصره نه ده کړې.
دا لومړۍ ځل دی چې په یوه ولایت کې د طالبانو له خوا ترتیب شوې غونډه د ښځو له خوا ګډوډیږي.تر دې مخکې یواځې په کابل کې لسګونه ښځې مظاهرې ته وتلې او د طالبانو له خوا د ښځو په تعلیم او کار باندې د محدودیتونو غندنه یې کوله.

رپورټ: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG