د روسيې د ګیسو دولتي شرکت ګازپروم ویلي چې د اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو پولینډ او بلغاريې ته يې د ګيس ورکول په بشپړ ډول درولي دي.
دې ادارې د اپرېل پر ۲۷مه په يوه بيان کې وويل، دا کار يې تر هغې وروسته کړی چې هغه دواړه هېوادونه ورته په روسيو روبلو د پيسو په ورکړه کې پاتې راغلل.
د فېبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين د روسيې تر يرغل وروسته پولینډ او بلغاریا د اروپايي ټولنې لومړني هېوادونه دي چې مسکو ورته د ګيس لېږد درولی.
دواړو هېوادونو د اپريل پر ۲۶مه ويلي ول چې ښايي روسيه ورته د ګيس برامد ودروي.
تر دې وروسته اندېښنې پیدا شوي چې روسيه ښايي د اوکراین ټولو ملاتړو هېوادونو ته د ګيس لېږد ودروي.
د اروپايي ټولنې ۲۷ غړو هیوادونو پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل غندلی او پر مسکو یې بندیزونه لګولي دي.
په ځواب کې د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مارچ میاشت کې ويلي ول چې هېواد به يې اوس د ډالرو او یورو پر ځای په روبلو ګیس خرڅوي.
روسيه د اورپايي ټولنې هېوادونو ته د تېلو، ګيس او سکرو تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی.