د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: اوکراین کې د روسيې جګړې نړیواله منډۍ د غلې له کمښت سره مخ کړې


روسیه او اوکراین نړۍ ته د غنمو ورکولو درېیمه برخه حصه جوړوي: انځور له ارشیفه
روسیه او اوکراین نړۍ ته د غنمو ورکولو درېیمه برخه حصه جوړوي: انځور له ارشیفه

په اوکراین کې د روسیې د جګړې له وجې د غلې، خوراکي تېلو، ګېسو او سرې قیمتونه لوړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې د جون پر ۱۰ مه ویلي چې د اوکراین او روس نه د خوراکي توکیو د برامداتو کمېدو له وجې ښایي را روان کال له ۱۱ ملیونو نه تر ۱۹ ملیونو پورې خلک د خوراک له سخت کمبوت سره مخامخ شي.

روسیه او اوکراین نړۍ ته د غنمو ورکولو درېیمه برخه حصه جوړوي. روسیه د سرې یو مهم صادروونکی هېواد هم دی او اوکراین د جوارو او لمر ګلې تیلو پيداکوونکی یو مهم هېواد دی.

د ملګرو ملتونو د خوراک او زراعت ادارې (اېف اې او) مشر ابو بکر بن بیلحسن د جون پر ۱۰مه ویلي چې د روسیې او اوکراین ترمينځ جګړه په ۲۰۲۲ز او ۲۰۲۳ز کلونو کې له ۱۱ نه تر ۱۹ ملیونو پورې خلک د خوراک له سخت کمي او لوږې سره مخامخ کولی شي. ابوبکر خبریالانو ته ویلي چې د دغو معلوماتو ابتدایي اندازه یې د روس او اوکراین نه د خوراکي توکیو د برامداتو د کمېدو پر بنیاد لګولې ده.

XS
SM
MD
LG