د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي: اولاف شولڅ دې له روسیې سره د دوی پر جګړه څرګند دریځ خپل کړي


د اوکراين ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي (ښی) او د جرمني چانسلر اولاف شولڅ (کيڼ) په کييف کې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۱۴مه خبري غونډه کوي.
د اوکراين ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي (ښی) او د جرمني چانسلر اولاف شولڅ (کيڼ) په کييف کې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۱۴مه خبري غونډه کوي.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د جرمني پر چانسلر اولاف شولڅ غږ کړی چې له روسیې سره د دوی پر جګړه څرګند دریځ خپل کړي.

زېلېنسکي پرون (د جون پر ۱۳مه) د "زېډ ډي ایف" په نامه له يوې جرمنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې شولڅ باید اوکراین ته د ملاتړ باور بیا ورکړي.

نوموړي په مرکه کې دا هم څرګنده کړې چې د ده په فکر اوکراین ته د جرمني پوځي مرستې په چټکۍ رسېدای شوې.

د زېلېنسکي په وینا، دا ضروري ده چې د جرمني چانسلر اولاف شولڅ د جګړې په وخت کې اوکراین ته ورشي، خو شولڅ د دې غوښتنو په ځواب کې ویلي، دی به یوازې هغه وخت اوکراین ته ځي چې هلته د اعلان کولو لپاره څه خاص ولري.

XS
SM
MD
LG