د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیرستان ځوانانو سازمان وژل شوي غړي څوک وو؟


د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر فرحان خان د جون پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، دوی نوره څه ګناه نه وه کړې، یوازې یې په خپله سیمه کې د امن غوښتنه کوله.
د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر فرحان خان د جون پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، دوی نوره څه ګناه نه وه کړې، یوازې یې په خپله سیمه کې د امن غوښتنه کوله.

په شمالي‌ وزیرستان کې د هدفي بریدونو لړۍ له تېرو څو کلونو راهیسې په دوامداره توګه روانه ده. په ۲۰۲۲ز کال کې د دې رپورټ تر خپرېدو په مجموعي توګه ۲۵ هدفي بریدونه شوي دي.

د وزیرستان ځوانانو سازمان څلور غړي د جون پر ۱۹مه د میرلي په حېدرخېلو کې په داسې حال کې ووژل شو چې له یو ملګري سره د ډوډۍ تر خوړلو وروسته بیرته میرلي ته روان وو.

دې پېښې په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو په اړه روان بحث لا تود کړی او په ځانګړې توګه پر ټولنیزو رسنیو د پاکستان پر امنیتي ادارو سختې نیوکې روانې دي. د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه د دې پېښې غندنه کړې او د قاتلانو نیولو ژمنه یې کړې ده.

اوس پوښتنه دا ده چې دې ځوانانو څه ویل، څه یې غوښت او ولې ووژل شو؟ د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر فرحان خان د جون پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، دوی "نوره څه ګناه نه وه کړې، یوازې یې په خپله سیمه کې د امن غوښتنه" کوله. ده وویل، پلټنې روانې دي‌ او دوی به له ضرورت سره سم، له ټولو ادارو په مرسته اخیستو سره د دوی وژونکي "معلوموي‌، ګرفتاروي او سزا" به ورکوي.

وژل شويو نوره څه ګناه نه وه کړې. يوازې په خپله سیمه کې یې امن غوښت
د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر فرحان خان

د وزیرستان خلک وايي، هلته امنیتي او حکومتي چارواکي تر هرې هدفي وژنې وروسته داسې اعلان او وعدې کوي‌ خو د دوی په وینا، تر اوسه یې څوک نیولي او سزا کړي‌ نه دي.

له فرحان خان څخه مې وپوښتل چې ایا دوی د پولیسو د مشر په توګه دا ویلای شي‌ چې په دې پېښه کې لاس لرونکي به په څومره وخت کې معلوم او ګرفتار شي؟ هغه وویل، دا نشي ویلای خو د دې هڅې وعده کوي چې په دې کې به لږترلږه وخت اخلي. "دا هلکان بې ګناه وژل شوي دي، زه هلته د پولیسو مشر یم، دا زما پر سر ده، موږ به تر خپلې وسې زیات کوشش کوو، که ضرورت وو نو له ټولو ادارو به مرسته اخلو، هر څوک چې د وزیرستان امن خرابوي او خلک وژني، هغوی به راګېروو."

د وزیرستان ځوانانو سازمان داسې یو تحریک دی چې د بېلا بېلو ګوندونو او نظریو ځوانان پکې یوازې د دې لپاره راغونډ دي چې د دوی په وینا، په وزیرستان کې د امن لپاره غږ پورته کړي.

د وزیرستان ځوانانو سازمان د یو احتجاج پخوانی عکس
د وزیرستان ځوانانو سازمان د یو احتجاج پخوانی عکس

د یاد سازمان پر فعالیتونو نظر لرونکی ځايي‌ خبریال رسول داوړ وايي، د دې ځوانانو د وژل کېدو وجه بې له دې بل څه نشي کېدای چې دوی په خپله سیمه کې د ولس غږ جوړ شوي وو. ده وویل، دې ځوانانو په وزیرستان کې د کېدونکې هرې ناوړې پېښې متاثرینو ته ځان رسوي.

هغه زیاته کړه: "دا څلور واړه ډېر جوخت ملګري ول، د بېلابېلو کلیو ول، بېلابېل سیاسي افکار یې لرل خو مقصد یې یو وو او هغه دا وو چې په شمالي وزیرستان کې به چې هر کله داسې پېښه وشوه چې دوی ته به ښکاره شوه چې له یو فرد سره او یا قبیلې سره ظلم وشو او یا به عمومي مسله وه نو دوی به پکې د وزیرستان ځوانانو سازمان له خوا غږ پورته کاوه. دوی د وزیرستان اواز جوړ شوي ول او دا اواز خاموش کړل شو."

په شمالي وزیرستان کې د بشري حقونو فعال او د ملي جمهوري غورځنګ ځايي مخکښ جمال داوړ له دې وژل شویو څلور ځوانانو سره نژدې پاته شوی دی. ده وویل، دا څلور واړه ډېر لوستي، شعور لرونکي او د سیمې پر امن او پرمختګ مین ځوانان وو. جمال داوړ د دې ځوانانو د ژوند او کار په اړه معلومات له مشال راډیو سره شریک کړل.

سنېد احمد داوړ

د سنېد احمد داوړ د شمالي وزیرستان د اېپي کلي د اکرام الله زوی وو. دی په یونیورسټي اف لاهور کې د بي ایس فزیکس د وروستي کال زده کوونکی وو. دی د ملي‌ جمهوري غورځنګ او د وزیرستان ځوانانو سازمان غړی وو.

د وزیرستان ځوانانو سازمان وژل شوی غړی سنېد احمد داوړ - پخوانی انځور
د وزیرستان ځوانانو سازمان وژل شوی غړی سنېد احمد داوړ - پخوانی انځور

حماد خان داوړ

حماد خان داوړ د حمید الله زوی او د شمالي وزیرستان د هرمز کلي اوسېدونکی وو. نوموړي د روغتیايي چارو د تخنیکي څانګې ډېپلومه ترلاسه کړې وه او د ژغورنې په اداره (رېسکیو ۱۱۲۲) کې یې د میډیکل ټېکنیشن په توګه کار کاوه.

د وزیرستان ځوانانو سازمان وژل شوی غړی حماد خان داوړ - پخوانی انځور.
د وزیرستان ځوانانو سازمان وژل شوی غړی حماد خان داوړ - پخوانی انځور.

وقار خان

وقار خان چې خپل نوم یې وقار احمد او د پلار نوم یې ضربت خان دی، دی هم د شمالي وزیرستان د هرمز کلي اوسېدونکی وو.

نوموړی د وزیرستان ځوانانو سازمان جنرل سېکرټري پاتې شوی وو‌. هغه تر ماسټرۍ زده کړې کړې وې، په ګورنمنټ ماډل سکول کې یې د ښوونکي دنده درلوده او د عوامي نیشنل ګوند غړی وو.

د وزیرستان ځوانانو د سازمان وژل شوی غړی وقار احمد داوړ - پخوانی انځور
د وزیرستان ځوانانو د سازمان وژل شوی غړی وقار احمد داوړ - پخوانی انځور

اسدالله شاه

اسد الله شاه د شمالي وزیرستان د بړوخېلو کلي د عنایت الله زوی وو. نوموړي د میس کمیونیکېشن (ابلاغ عامه) یعنې خبریالۍ لوړې زده کړې کړې وې او د روغتیا ادارې د څار په څانګه (مانېټرینګ) کې یې دنده لرله.

دی د وزیرستان ځوانانو مشر پاتې شوی وو او د جماعت اسلامي غړی وو. دی په تېرو انتخاباتو کې د صوبايي اسمبلۍ نوماند هم وو.

د وزیرستان ځوانانو سازمان وژل شوی غړی اسدالله شاه - پخوانی انځور
د وزیرستان ځوانانو سازمان وژل شوی غړی اسدالله شاه - پخوانی انځور

دا پر وزیرستان ځوانانو سازمان لومړی برید نه دی بلکې د دې سازمان پخوانی مشر نور اسلام داوړ هم د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۲۷مه د میرلي په هسوخېلو کې په ورته هدفي برید کې وژل شوی وو.

په شمالي‌ وزیرستان کې د هدفي بریدونو لړۍ له تېرو څو کلونو راهیسې په دوامداره توګه روانه ده. په ۲۰۲۲ز کال کې د دې رپورټ تر خپرېدو په مجموعي توګه ۲۵ هدفي بریدونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG