د بلوچستان اعلا وزير له وفاقي حکومته غوښتنه کړې چې هغې صوبې ته دې د خپلې ونډې بجلۍ ورکړي.
دا غوښتنه مير عبدالقدوس بزنجو د جون پر ۲۲مه نېټه د بلوچستان کروندګرو سازمان له مشرانو سره تر لیدنې وروسته په یوه بیان کې کړې ده. ملاقات تر هغه وروسته وشو چې د جون پر ۲۲مه نېټه کروندګرو په کوټه کې د اعلا وزير له کور سره نېږدې د بجلۍ د لوډشېډڼګ پرضد پرلت وواهه.
د احتجاج کوونکو وينا وه چې د پاکستان د بجلۍ رسولو په ملي مرکز کې د بلوچستان د بجلۍ ونډه ۱،۴۰۰ مېګاواټه ده خو صوبې ته یوازې ۸۰۰ مېګاواټه ورکول کېږي.
د بلوچستان اسمبلۍ غړي حاجي نواز کاکړ د جون پر ۲۲مه مشال راډيو ته وویل چې د بجلۍ د نشتوالي له کبله کروندګر ډېر زيات اغېزمن شوي او حاصلات یې هم کم شوي دي.
په کوټه کې د اوبو او برېښنا ادارې (واپډا) وياند افضل بلوڅ مشال راډيو ته ويلي چې بزګران د بجلۍ بلونو نه ورکوي او په اربونو روپۍ پوروړي دي. ده ویلي، کروندګرو ته په ۲۴ ساعتونو کې له شپږو څخه تر اته ساعته بجلۍ ورکوي خو هغوی بیا هم بلونه نه ادا کوي.
بلوڅ همداراز زياته کړه چې د بجلۍ د لوډشېډنګ ختمولو لپاره بلوچستان ۱،۴۰۰ مېګاواټه بجلۍ ته اړتيا لري خو له قامي ګرېډه ۹۰۰ مېګاواټه ترلاسه کوي.