د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د طالبانو راتلونکې غونډه د مشروعيت هڅه بولي


طالبان په کابل کې (انځور له ارشيفه)
طالبان په کابل کې (انځور له ارشيفه)

د بشري حقونو ځينو نړيوالو ادارو د طالبانو له خوا د جون پر ۲۹مه په کابل کې جوړېدونکې غونډه "نمایشي" او د "مشروعيت غوښتنې يوه هڅه" بللې.

د بشري حقونو د څار سازمان (هيومن رايټس واچ) د ښځو د څانګې مشره هیدر بار وايي فکر نه کوي د طالبانو له خوا جوړېدونکې غونډه کې څوک خپل غږ پورته کړای شي. هغې د جون پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل دا جرګه د طالبانو یوه هڅه ښکاري چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې په وړاندې ځان مشروع وښيي.

نوموړې زیاته کړه: "موږ له میاشتو اورو چې طالبان دېپلوماتانو ته وایي چې غواړي یوه جرګه جوړه کړي. جرګه په خپل ذات کې ښه یا بده نه ده. پوښتنه دا ده چې څوک به راځي؟ او څوک واقعاً په دې پروسه کې خپل غږ لري. د طالبانو تېر چلند ته په کتو زه اصلاً دا فکر نه‌کوم چې دا دې په حقیقت کې یوه ټولشموله جرګه وي چې پکې د سیاسي اپوزېشن او د بېلابېلو توکمونو غړي وي او د افغانستان تنوع منعکس کړي. ښځې خو لا پریږده چې پنځوس فیصده دي. داسې ښکاري چې یوه به هم پکې نه وي."

طالبان را روانه چارشنبه په کابل کې د دوی په خبره د دیني عالمانو یوه جرګه جوړوي. په کابل کې د طالبانو د رييس الوزرا دفتر په ولايتونو کې د طالبانو چارواکو ته ليکونه استولي چې پکې راغلي چې غونډې ته ديني عالمان او هغه مشران ورولېږي چې د دوی په وينا جهادي‌ مخينه ولري.

د بشري حقونو یوې بلې ادارې، د بښنې نړيوال سازمان يا اېمنسټي انټرنيشنل هم د طالبانو پر دې غونډه شکونه کړې دي. د دې سازمان د جنوبي ایشیا یوې کمپاینرې سمیرا حمیدي پر خپل ټوېټر ویلي دا جرګه کوم مشروعیت نه‌ لري او یواځې د دې لپاره ترسره کېږي چې طالبانو ته کمپاین وشي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې جمهوري او منتخب حکومت چپه او پر ځای یې خپله سختدريځه واکمني پيل کړه. تر هغه وروسته دوی په خپل حکومت کې وزارتونو او نورې لوړۍ څوکۍ يوازې د خپلې ډلې غړيو ته ورکړې او د نړيوالو لخوا کېدونکې د ټولشموله حکومت غوښتنه یې جدي نه ده نيولې.

طالبانو همداراز له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند او په دفترونو کې یې د ښځينه کار کوونکو شمېر کم کړی دی. دوی په رسنيو هم محدوديتونه لګولي، مخ پټول یې جبري کړي او ښځو ته بغير له نامحرمه له کوره د وتلو اجازه نه ورکول کيږي.

تر اوسه معلومه نه ده چې طالبان به په دايريدونکې لويه غونډه کې د دې محدوديتونو د نرمولو يا د ټولشموله حکومت په جوړولو خبرې وکړي او که نه.

XS
SM
MD
LG