د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د طالبانو له لوري د دوو خبریالانو د خوشي کېدو هرکلی کړی دی.
په اروزګان کې د پیوستون ټلویزیون مشر خان محمد سیال او د هلمند د هیلې ټلویزیون خبریال ځوان تکل د جولای پر لومړۍ او دویمه نېټه د طالبانو له خوا خوشې شوي ول.
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې (کميټی ټو پروتیکټ جرنلسټس) د جولای پر درېيمه پر ټویټر پاڼه د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې درې نور خبریالان هم خوشې کړي.
طالبانو څه موده وړاندې خبریال او لیکوال عمادالدين دوران، د دایکندي د افتاب راډیو مسوول مرزا حسيني او د ګردېز غږ راډیو مسوول جمال الدين دلدار نيولي او لاهم په بند کې دي.