د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال د اوکراین پر بیا بحالۍ د بحث لپاره غونډه کوي


په لوګانو کې د اوکراین د بیا ابادکارۍ په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره په ورتلونکو کې د اوکراین وزیراعظم ډينس شیمهال او د اروپايي ټولنې د کمېشن مشره اورسولا فن دېر لېین هم شامل دي .
په لوګانو کې د اوکراین د بیا ابادکارۍ په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره په ورتلونکو کې د اوکراین وزیراعظم ډينس شیمهال او د اروپايي ټولنې د کمېشن مشره اورسولا فن دېر لېین هم شامل دي .

د لسګونو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو مشران د جولای پر څلورمه د سويټزرلینډ په لوګانو سیمه کې د دې لپاره غونډه کوي چې د اوکراین د بیا بحالۍ لپاره یو تګلاره جوړه کړي .

دا په داسې حال کې ده چې په هغه هيواد کې د روس لخوا جنګي هڅې لا پسې زیاتیږې.

په لوګانو کې د اوکراین د بیا ابادکارۍ په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره په ورتلونکو کې د اوکراین وزیراعظم ډينس شیمهال او د اروپايي ټولنې د کمېشن مشره اورسولا فن دېر لېین هم شامل دي .

په دې غونډه کې به د اوکراين ولسمشر وولوديمیر زيلنسکي په ان لان توګه برخه اخلي.

خو د جولای پر درېیمه یې په خپله وينا کې خبرداری ورکړ چې په ازادو شوو سیمو کې اباد کاري په ځانګړې توګه یو لوي کار دی.

ده وویل، " نه یوازې دا چې هغه سیمې چې يرغلګرو ورانې کړې بیا ودانې کړو، بلکې د اوکرايني ولس د ژوند لپاره داسې یو بنیاد کیښودل شي چي آرام ده، جدیده او محفوظه وي."

اټکل کېږي چې د اوکراین د تباه شوې پنیادي ډهانچې د بیا جوړولو لپاره به د سلګونو اربه ډالرو ضرورت وي.

تمه ده چې د دې غونډې په پای کې به د لوګانو ډيکليرېشن په نامه ګډه اعلاميه جاري کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG