د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن د منځني ختیځ له هېوادونو سره د مرستې په ژمنه سفر پای ته رسولی


بایډن د جولای پر ۱۶مه له سعودي عرب څخه د روانېدو پر مهال وویل، د منځني ختیځ په چارو کې به بوخت پاتې شي.
بایډن د جولای پر ۱۶مه له سعودي عرب څخه د روانېدو پر مهال وویل، د منځني ختیځ په چارو کې به بوخت پاتې شي.

امریکايي ولسمشر جو بایډن د منځني ختیځ سفر په دې ژمنه پای ته رسولی چې واشنګټن به د هغې سیمې په اړه په چارو کې بوخت پاتې شي او هلته به له هېوادونو سره په هغه مزاحمت کې مرسته کوي چې هغوی یې د ایران، روسیې او چین د نفوذ خپروونکو اقداماتو پر وړاندې کوي.

د جولای پر ۱۶مه له سعودي عربه واشنګټن ته د روانېدو پر وخت د بایډن د انتقاد مهم هدف ایران وو.

نوموړي په جده کې د خلیج همکارۍ شورا امنیتي غونډې ته وویل چې امریکا هغه سیمه نه پرېږدي چې په نتیجه کې یې تشه چین، روسیه یا ایران ډکه کړای شي.

بایډن همداراز وویل چې واشنګټن په منځني ختیځ کې د نړیوالو سامانونو د لېږد خوندیتوب لپاره د یو مېکانېزم او نظام په جوړولو کې هم مرسته کول غواړي. داسې انګېرل کېږي چې په دې خبره کې د نوموړي اشاره ایران ته وه.

بایډن د خپل سفر پر مهال لومړی اسراییلو، بیا فلسطین او په پای کې سعودي عرب ته ولاړ.

XS
SM
MD
LG