د خيبر پښتونخوا د خیبر په باړه کې وسله والو يو پوليس افسر وژلی دی.
د خيبر ضلعې پولیسو ویاند ظهیر خان تر پېښې وروسته مشال راډيو ته وويل چې وسله والو د جولای ۲۲مې پر سهار د باړې په بر قمبرخېلو کې د پولیسو پر یوه سب انسپېکټر انداز ګل اپرېدي ډزې وکړې چې له وجې یې نوموړی سخت ژوبل شو او وروسته یې په روغتون کې سا ورکړه.
پولیس وایي، اپرېدی سهار له کوره کار ته روان وو چې د حملې ښکار شو.
ظهیر خان زياتوي چې د خیبر پولیسو مشر محمد عمران په مشرۍ کې د باړې په یوشمېر ځایونو کې د لټون عملیات پیل شوي او د پېښې پلټنې روانې دي.
تر اوسه هېچا د بريد مسووليت نه دی منلی.
تر دې وړاندې د جولای پر ۱۶مه د خيبر د باړې په شلوبر کې وسله والو پر يوه امنيتي پوسته برید وکړ چې پکې یې دوه پولیسان ووژل شول.
په خيبر کې تازه پېښه په داسې حال کې شوې چې د جولای پر ۱۹مه د هغې قبايلي ضلعې مشرانو او سوداګرو مشال راډيو ته ويلي ول چې له یوې مودې راهيسې يې د ناامنۍ پېښو پر ژوند او کاروبار منفي اغېز کړی او هغوی يې خورا زيات اندېښمن کړي دي.
اخوا د خیبر پولیسو مشر محمد عمران مشال راډيو ته ويلي چې په ضلع کې یې د ناامنۍ د مخنیوي لپاره اړين ګامونه پورته کړي دي.