د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د یوه کور چت پرېوتو په پېښه کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او درې ژوبل دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویاند قریشي بدلون د جولای پر ۲۸مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې پېښه د چارشنبې (شورو) شپې مهال د ولسوالۍ په مامند داوڼۍ کلي کې د واده پر مهال شوې.
په بیان کې راغلي چې د پېښې لامل بارانونه او د کور د چت زوړوالی دی.
تر دې مخکې هم په وروستیو ورځو کې د مسلسلو ورښتونو له وجې د سپین غر په ګډون د ننګرهار په یوشمېر ولسوالیو کې سخت سېلاوونه راغلي ول چې د مالي زیانونو ترڅنګ پکې پينځه کسان وژل شوي او پینځه ژوبل شوي ول.