د پخواني شوروي اتحاد وروستی مشر میخایل ګوربا چوف د ۹۱ کالو په عمر کې مړی شوی دی.
د روسيې رسنيو په مسکو کې د سېنټرل کلینیکل روغتون له قوله خبر ورکړی چې نوموړی د اګست پر ۳۰مه تر سختې او اوږدې ناروغۍ وروسته مړ شو.
تاس خبري اژانس د ګوربا چوف کورنۍ ته نېږدې کس له خولې ویلي چې هغه به د مسکو په نوودي ویخي هدیره کې د خپلې مېرمنې ریيسا د قبر په څنګ کې خاورو ته سپارل کيږي. رييسا په په ۱۹۹۹ کال کې مړه شوې وه.
ګوربا چوف د کمونيسټ نظام د ړنګېدو پر وخت د شوروي اتحاد مشر وو چې هڅه يې کوله د ماتېدو مخه يې ونيسي.
هغه په ۱۹۸۵ز کال کې واک ته ورسېد. نوموړی د شوروي اتحاد سوسیاليسټي نظام کې د پرانيستې تګلارو او اقتصادي اصلاحاتو کولو په اړه شهرت درلود. ګورباچوف له امريکا او اروپا سره د شوروي اتحاد د تعلقاتو په ښه کولو کې هم مهم رول لوبولی. نوموړي له امريکا سره د وسلو د کنټرول تاریخي تړون کړی وو. هم د ده په واکمنۍ کې د روسيې ځواکونه له افغانستانه ووتل.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتريش ويلي چې ګوربا چوف د تاریخ بڼه وربدله کړه. د اروپایي کمیشن مشرې اورسولافن دېر لېین وویل چې ګوربا چوف داسې یو میراث وو چې کله به هم هیر نه شي. هغې زیاته کړه چې هغه د باور او عزت وړ مشر وو چې د سړی جګړی په ختمولو کې یې یو مهم کردار ادا کړی او د اروپا ازادۍ ته یې لار هواره کړې وه.