د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا روسيه په اوکراين کې په جنګي جرمونو تورنه کړې


 په م.م کې د امریکا سفیرې لینډا تامسګرینفیلډ ويلی چې یوازې په جولای کې له ۱۸۰۰ زیات ماشومان له اوکراین څخه روسیې ته انتقال شوي دي. پخوانی انځور
 په م.م کې د امریکا سفیرې لینډا تامسګرینفیلډ ويلی چې یوازې په جولای کې له ۱۸۰۰ زیات ماشومان له اوکراین څخه روسیې ته انتقال شوي دي. پخوانی انځور

امریکا پر روسیې تور پورې کړی دی چې په اوکراین کې یې د روانې جګړې پر مهال تر خپل واک لاندې سیمو ته په جبري ډول د ۱۶ لکه اوکراینیانو په لېږدولو جنګي جرمونه کړي دي.

دې تور د ملګرو ملتونو چارواکي اړ کړي چې له روسیې څخه ((تصفیوي کیمپونو)) ته د نړیوالو د لاسرسي غوښتنه وکړي. مسکو دا تور رد کړ او ویلي دي چې په میلیونونه اوکراینیان روسیې یا د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو ته پخپله خوښه تللي او هلته (( ازاد او د خپلې خوښې)) ژوند کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا تامس ګرینفیلډ د سېپټېمبر پر اوومه د ملګرو ملتونو امنیتي شورا غونډې ته وویل چې روسیه او لاس پوڅې ډلې یې په اوکراین کې د ولسمشر ولادمیر پوتین د دفتر د چارواکو تر څار لاندې د بهیر په وسیله ((یو لړ وحشتونه)) کوي. نوموړې زیاته کړه چې (( له قبضه شوې سیمې څخه د خوندي بلل شویو خلکو په جبري توګه د قبضه ګرو خاورې ته لېږل یا شړل یو جنګي جرم دی.))

ګرینفیلډ دا هم وویل چې یوازې په جولای کې له ۱۸۰۰ زیات ماشومان له اوکراین څخه روسیې ته انتقال شوي دي. په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسېلي نېبېنزیا دا تورونه د (( بې بنیاده معلوماتو د کمپاین)) یوه برخه بللی او ویلي چې کوم اوکراینیان چې روسیې ته سفر کوي، هغوی چاڼ یا تصفیه کېږي نه بلکې رجسټرېږي.

XS
SM
MD
LG