سېلابونو د پاکستان د مېوو باغونو او د سبزیو پټیو ته لوی زیان اړولی
په پاکستان کې د وسې او بیا د پشکال بارانونو او سېلابونو په ګڼو ځایونو کې د مېوو باغونو، د سبزیو او فصلونو پټیو ته لوی زیانونه اړولي دي. له رپورټونو سره سم، هغو سېلابونو د خیبر پښتونخوا په سوات چارسده، نوښار او یوشمېر قبایلي ضلعو کې د مڼو، شفتالانو، سرو باټینګرو (ټماټرو)، مټرو، پیازو، مورچکیو او الوګانو ترڅنګ د غلو فصلونو ته خورا زیات تاوانونه اړولي دي. موږ په پاکستان کې د مېوو او سبزیو د کارورباریانو ټولنې له یوه مشر مسعود احمد څخه د اوښتو زیانونو په اړه پوښتلي. بشپړه مرکه د غږ په ځای کې واورئ.